هر یو شے دَ سهولت په مونږ حرام دے
خپل رواج راسرہ څه ناسازې وکړې
په ازاد انګلینډ وطن کښې چې میلمه شوم
په ولاړه مې ایله متیازې وکړې
#روغانے_بابا
دَ یورپ که هر یو کلے دے که ښار دے
ھر یو ځاے يې دَ جنت غوندې سینګار دے
ښکلي ښکلي محلونه او پارکونه
ته به وایې دلته ټول عمر بهار دے
نوے کول سم ښاپیري او ښاپیرۍ دي
ټول ژوندون يې دَ وصال او دَ دیدار دے
دا هر څه به دَ يورپ نیست او نابود شي
ګرانه نه ده یو مولا ورله پکار دے
#روغانے_بابا
ایک تبصرہ شائع کریں