جانانه ستا خو په خبرو کښې ثاني هم نۀ وه

شاعرې

جمعرات، 23 جنوری، 2025

جانانه ستا خو په خبرو کښې ثاني هم نۀ وه

 

غزل  جانانه ستا خو په خبرو کښې ثاني هم نۀ وه دا نن دې ولې په لهجه کښې رواني هم نۀ وه  ټيک ده دَ فرايډ فلسفې ته غلط نۀ وايمه خو مينه ټوله د شهوت کارستاني هم نۀ وه   ستا ناساپي راتګ او بېرته داسې زر ستنېدۀ لا خو زما دَ سترګو تلې حېراني هم نۀ وه  نو داسې لرې تۀ بغېر اجازې څنګه تللې ما سره کړې دې وروستۍ خدائے پاماني هم نۀ وه  مينه په هر عمر کېده خندا په هر موسم کښې دَ دې دپاره شرط دَ شپاړسو ځواني هم نۀ وه  شايد ما هسې په خپل زړۀ کښې خوش فهمي ساتله شايد هغه زما دَ مينې ارماني هم نۀ وه  نو بيا مونږ ولې لۀ يو بله داسې لرې لاړو؟ زمونږ ترمېنځه خو څۀ خاص بدګماني هم نه وه "ق" مونږ پوهيدو چې مونږ قتليږو بيا هم غلي ناست وو زمونږ په سر دا حادثه ناګهاني هم نه وه  په دې وطن کښې دَ شرابو نه بل ګران څۀ نۀ وو بې دَ پښتون لۀ وينې نوره ارزاني هم نۀ وه  په هغه يار کښې مُروَت خو دَ پخوا نه نۀ ؤ په شړق يې ؤله چې په کښې باچاخاني هم نۀ وه  ګنې چې مونږ ته وې ولاړې دَ ګلونو ونې په هغه لاره کښې څۀ داسې اساني هم نۀ وه  دَ وړاندې تګ سبب يې دا ؤ چې رښتيا يې وئيل اؤ بله دا په هغه قام کښې ځان ځاني هم نه وه  زمونږ د ښار هره کوڅه کښې جماتونه ډېر وو دَ جماتونو نه بهر مسلماني هم نۀ وه  تا خپله هره يوه چاره اسلامي ګڼله خو ستا يوه روِيه ګوره انساني هم نۀ وه  غضب خو دا دے چې په ما دې په وچ زور منله غضب خو دادے ستا خبره قرآني هم نۀ وه   مونږه دَ وخت سره قدم په قدم تلي نه وو ځکه په مونږه دَ وخت هېڅ مهرباني هم نه وه  دَ سردارۍ واګې ترلاسه کړې هم هغه خلکو چې يې بېخي په دغه لار کښې قرباني هم نۀ وه  ما دَ زنځير دَ شرنګ نه هم دَ ټنګ مزه اخسته زما په هيڅ يوه ادا کښې پښېماني هم نه وه  امجده ما ځان لره خوښ کړو اذيت پخپله امجده دغه فېصله مې تاواني هم نه وه  امجد شهزاد


غزل


جانانه ستا خو په خبرو کښې ثاني هم نۀ وه

دا نن دې ولې په لهجه کښې رواني هم نۀ وه


ټيک ده دَ فرايډ فلسفې ته غلط نۀ وايمه

خو مينه ټوله د شهوت کارستاني هم نۀ وه

 

ستا ناساپي راتګ او بېرته داسې زر ستنېدۀ

لا خو زما دَ سترګو تلې حېراني هم نۀ وه


نو داسې لرې تۀ بغېر اجازې څنګه تللې

ما سره کړې دې وروستۍ خدائے پاماني هم نۀ وه


مينه په هر عمر کېده خندا په هر موسم کښې

دَ دې دپاره شرط دَ شپاړسو ځواني هم نۀ وه


شايد ما هسې په خپل زړۀ کښې خوش فهمي ساتله

شايد هغه زما دَ مينې ارماني هم نۀ وه


نو بيا مونږ ولې لۀ يو بله داسې لرې لاړو؟

زمونږ ترمېنځه خو څۀ خاص بدګماني هم نه وه

"ق"

مونږ پوهيدو چې مونږ قتليږو بيا هم غلي ناست وو

زمونږ په سر دا حادثه ناګهاني هم نه وه


په دې وطن کښې دَ شرابو نه بل ګران څۀ نۀ وو

بې دَ پښتون لۀ وينې نوره ارزاني هم نۀ وه


په هغه يار کښې مُروَت خو دَ پخوا نه نۀ ؤ

په شړق يې ؤله چې په کښې باچاخاني هم نۀ وه


ګنې چې مونږ ته وې ولاړې دَ ګلونو ونې

په هغه لاره کښې څۀ داسې اساني هم نۀ وه


دَ وړاندې تګ سبب يې دا ؤ چې رښتيا يې وئيل

اؤ بله دا په هغه قام کښې ځان ځاني هم نه وه


زمونږ د ښار هره کوڅه کښې جماتونه ډېر وو

دَ جماتونو نه بهر مسلماني هم نۀ وه


تا خپله هره يوه چاره اسلامي ګڼله

خو ستا يوه روِيه ګوره انساني هم نۀ وه


غضب خو دا دے چې په ما دې په وچ زور منله

غضب خو دادے ستا خبره قرآني هم نۀ وه


 مونږه دَ وخت سره قدم په قدم تلي نه وو

ځکه په مونږه دَ وخت هېڅ مهرباني هم نه وه


دَ سردارۍ واګې ترلاسه کړې هم هغه خلکو

چې يې بېخي په دغه لار کښې قرباني هم نۀ وه


ما دَ زنځير دَ شرنګ نه هم دَ ټنګ مزه اخسته

زما په هيڅ يوه ادا کښې پښېماني هم نه وه


امجده ما ځان لره خوښ کړو اذيت پخپله

امجده دغه فېصله مې تاواني هم نه وه


امجد شهزاد

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف