غزل
- امجد شهزاد
زه پېدا کړے خداٸے آزاد يمه ملا مه کوه
ته ماته څه وې چې هغه مه کوه دا مه کوه ـ
خارو ته وايه نغمې مه وايه ګناه مه کوه ـ
چينار ته وايه د سيلۍ سره ګډا مه کوه ـ
نمر ته هم وڅنډوه ګوته چې رڼا مه کوه
سپوږمۍ ته هم کړه سترګې برندې چې ځلا مه کوه ـ
د چا د غاړې لونګين به وږمې نه خوروي ـ
د چا د لاس بنګړو ته وايه چې شړنګا مه کوه ـ
امجده دا اولس کوي اجتماعي خودکشي۔ ۔
امجده دوي له د ښې ورځې تمنا مه کوه ـ
Amjad Shahzad
ایک تبصرہ شائع کریں