تصویرونه د چا شته او د چا نشته
اوس خوبونه د چا شته او د چا نشته
دا صحرا ده او که ښار د پښتنو دے؟
ګرېوانونه د چا شته او د چا نشته
لږې خرڅې کړم ډیوې ډېرې واپس کړم
دېوالونه د چا شته او د چا نشته
فالي مه راځه نور دلته خوښه ستا ده
چې لاسونه د چا شته او د چا نشته
پهء دې دښته کښې خپل ځان څنګه پېدا کړم
چې خاپونه د چا شته او د چا نشته
د نکریزو غوندې سترګې شته باقره!
خو رنګونه د چا شته او د چا نشته
شاه نواز باقر
ایک تبصرہ شائع کریں