اکرام اللّٰہ ګران بابا
.............................................................
چې پۀ وُودو دَرباندې نمر ولګي
پۀ رُخسارونو کښې دې زر ولګي
زۀ لۀ دیدن نه سترګې پټې به کړم
هسې نه تاته مې نظر ولګي
لکه دَ ګل غټۍ به ځان وسپړي
چې کړس خندا دې پۀ پرهر ولګي
چې ستا دَ لاسو نه اخستي وي چا
پۀ داسې کاڼو مې دې سر ولګي
ستا پۀ کوڅه کښې یم پۀ دې انتظار
چې دَ وړو پۀ لوبو شر ولګي
ګرانه! سپرلے لۀ خدایه داسې غواړم
چې پرې ګلونه دَ انځر ولګي
اکرام اللّٰه ګران
ایک تبصرہ شائع کریں