زندګي بۀ تل تر تله داسې ګرانه نه وي

شاعرې

جمعہ، 24 جنوری، 2025

زندګي بۀ تل تر تله داسې ګرانه نه وي

 


غزل _ درويش دراني


زندګي بۀ تل تر تله داسې ګرانه نه وي 

هره بلا بۀ زمونږ خوا ته را روانه نه وي


د ستا پۀ سيورې کښې بۀ څۀ رنګه پناه اومومي؟

در تختېدلې چې يؤ څوک له خپله ځانه نه وي


له زمانو پس چې تۀ بېرته پۀ دي لاره راځې؟

زما کشتۍ بۀ لا واتلي له طوفانه نه وي


زه دې دنیا ته هغه وخت هک حېران پاتې شم

چې ستا ښــکلا ته مخامخ وي او حېرانه نه وي


دروېشه تاته شايـد دغه کار اسان نه ښکاري 

مګر اسانه شاعري کول اسانه نه وي


دروېش دُرانی

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف