د درویش تقوا

شاعرې

منگل، 16 اپریل، 2024

د درویش تقوا

 


د درویش تقوا:

هوا او څراغونه کتاب يې چاپيده او درويش درانی صيب پيښور ته راغلی و د مینې پهٔ هکله مې ترې پوښتنه وکړه ویل يې ما نه د پردۍ خور لور سره مینه کړې نه مې ورته شعرونه لیکلي د نوموړي په وينا وايي چې زلمی شوم نو سنجیده خلکو سره مې مخه شوه او دې کار له مجازي مینو وساتلم. د تقویم صيب خبره د شرابو کيفيت هغه شاعر ښه بیانوي چې شراب یې نهٔ وي څښلي چاچې څښلي وي د هغه ستاینه محدوده وي او چا چې نه وي څښلي دا کيفيت د خپل خیال پهٔ مټ هومره ښکلی کوي چې څومره يې وس وي.

وياله د شاتو به روانه زما پهٔ تن کې

چې پهٔ لاسو به مې خواږه اشنا لاسونه وهل

درویش د هوس شاعر نه دی د قام شاعر دی د قام ستونزې شاعرانه کوي او د علاج نسخه یې وړاندې کوي.نظمونه یې لکه د نړیوالو شاعرانو کیسیز دي او اساطيري رنګ لري له غني خانه راوروسته درویش دی  دی چې شعرونه د نړيوال ادب برخه جوړیدی شي .

سپیڅلی درویش زما پهٔ فکر زموږ د زمانې تر ټولو لوی شاعر دی او دا پهٔ پښتنو د خدای تعالی لورينه ده خبرې ډيرې دي خو پهٔ تيلفون کې لیکل نهٔ شم کولی که خدای کول پر دې موضوع به بشپړه مقاله لیکم دا لڼډ يادښت د درویش صيب د ورځې په مناسبت داسې ومنئ هغه چې وايي برګ سبز تحفه درویش.....

د درویش صيب دا بل بيت هم له حافظې لیکم خدای دې وکړي چې سم وي. 

درویش مدام وړي هر تاوان له خپله قامه سره

کله چې ځای د ګټې راشي نو حصه نه غواړي

درنښت

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف