ښه ده چې نشته د اشنا د مینې شور نشته

شاعرې

بدھ، 17 اپریل، 2024

ښه ده چې نشته د اشنا د مینې شور نشته

 


ښه ده چې نشته د اشنا د مینې شور نشته

پرېږدﺉ یادونو اوس مې هغه د زړه زور نشته


د زړه په ور مې د غمونو مېلمانه ودرېدل

اوښکو ورووځې ورته ووایې چې کور نشته


ښه شوه د ژوند د ډک بهیره تش راپورې وتم

د زمانې د احسانونو  څه  راپور  نشته


د عشق  صحرا  ورکو ګردونو پسې لاس ووهه

دا  څو بې سره  لیوني دي پاتې نور نشته


دلته کښ  دار هم چا ونه ګڼه  ثبوت د وفا

مینې په کوم ډګر اعظم  ته ستا پېغور نشته


ډاکټر محمد اعظم اعظم

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف