د سترګو جنګ د بڼو زغرې غواړي
مينه د مينې څو خبرې غواړي
زلمی په غرونو کې غمي لټوي
پېغلې لونګ غواړي ګورګورې غواړي
د ادم خان له ګوتو دم وتی دی
درخو رباب غواړي سندرې غواړي
مونږه ګلونه پرهرونه وېشو
دنيا لعلونه ملغلرې غواړي
ترخو حالاتو ترخې کړي ژبې
د مينې شکور غواړي شکرې غواړي
د پرهرونو د سپرلي بادونه
د غم جاګير د غم دوترې غواړي
د خپل اختيار د اسمان سيل صابره
خپلې بڼې خپلې وزرې غواړي
#زماصابر.....
Post a Comment