څۀ ساده دوران وهٴ نه بېنکونه وو نه پنګې وې
نه پکښې دروغ وو نه اَړنګې نه دوړنګې وې
نه ناقراري وه نه غمونه وو د نن پۀ شان
هر خوا اطمينان وهٴ ځوانۍ چستې نرۍ دنګې وې
غټ غټ محلونه بنګلې نه وې خو جُونګړې وې
کار د ديدن ښۀ وهٴ د کورونو کوڅې تنګې وې
ساګ، سُوکړک، شُوملې، پۍ، غوړي، کوَچ هر څۀ بېسياره وو
دوه يا درې غوا، مېخې به د هر چا کره لنګې وې
ژوند وهٴ روغانيه! ساده ځکه وه تازه تازه
بې سنګاره پېغلې به خوشرنګې وې ګل رنګې وې

Post a Comment