چې د مينې په خوبونو يې مړې کړم / صاحب شاه صابر

شاعرې

Sunday, April 21, 2024

چې د مينې په خوبونو يې مړې کړم / صاحب شاه صابر

 


څه ګلونه، څه رنګونه څه نغمې کړم 

ستا د ښار خبرې ستا په شان خوږې کړم


د جانان د خوبولو سترګو ياده

ته راځې که د زخمونو ډيوې مړې کړم


زه د هر محفله ستړی کورته راشم

زه په هر اتڼ کې ځان ذرې ذرې کړم


هغه سترګې دې يو څو ورځې زما شي

چې د مينې په خوبونو يې مړې کړم


صاحب شاه صابر

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف