په مچۍ کښې عقل نشته دے ګلاب خوري

شاعرې

Monday, October 19, 2026

په مچۍ کښې عقل نشته دے ګلاب خوري

 



**
په مچۍ کښې عقل نشته دے ګلاب خوري
زما فهم زما زړۀ خانه خراب خوري
-
په دنیا کښې هر سړے ځانله امام دے
اختلاف د اتفاق ځکه محراب خوري
-
آهو ځکه په صحرا کښې سرګردان دے
ستا د زلفو له اثره مشکِ ناب خوري
-
ګُل غوټۍ وي خو بس اور ورته بلېږي
دغه حسَد، دغه بُغض شیخ و شاب خوري
-
په قبرونو ئې د ګټې فصل شين دے
خانانګوټي له ګيلۍ نه هم ثواب خوري
 -
د احساس د سمندر تَل یې معلوم دے؟
د خيام سترګې په اوښکو کښې ګرداب خوري

ګیلۍ : زمونږ د کلي هدېره 

#خیام_یوسفزے

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف