محبت ــــــــــــ کوه شاکره
پۀ ښۀ نیت ــــ کوه شاکره
تۀ د ښکلو ـــــ ښکلو خلکو
امامت ــــــــــــ کوه شاکره
د بد نیتو ــــــــ بدخواهانو
عداوت ـــــــــــ کوه شاکره
دا پۀ مینـه ــ محبت کښې
سخاوت ــــــــ کوه شاکره
د ادراک پۀ ـــــــ خاوندانو
کښې صحبت کوه شاکره
چې منزل ته پرې رسیږې
نو هجرت ــــــ کوه شاکره
چې د قام ــ پۀ ګټه رسي
شجاعت ـــــــ کوه شاکره
خېر دے نن که مسافر ئې
تل محنت ــــــ کوه شاکره
"شر" "افت" نه لرې اوسه
شرافت ـــــــــ کوه شاکره
د قام خرڅه ـــــــ دلالانو
بغاوت ـــــــــــ کوه شاكره
اورنګ زیب شاکر

Post a Comment