په تنهایۍ کښې مې خلل اچوي د خپلې ساه په تلو راتلو خفه یم

شاعرې

Tuesday, August 19, 2025

په تنهایۍ کښې مې خلل اچوي د خپلې ساه په تلو راتلو خفه یم

 



غزل


په نه خبره، د مودو خفه یم

زه جوړ، جوړ کړی پرېښتو خفه یم


په خپله ژبه باندې ننګ نه کوي

په زړه کښې ډېر له پښتنو خفه یم


په تنهایۍ کښې مې خلل اچوي

د خپلې ساه په تلو راتلو خفه یم


وایي چې اوس به هېڅوک غلا نه کوي

د لوږې مړهٔ نه شي، په غلو خفه یم


غم را کې پرېښي د خوراک څه نه دي

اوس په لحد کښې په چینجو خفه یم


په خپل حالت باندې موسکی غوندې شم

اخر به زه داسې تر څو خفه یم


اسراره څو پورې به ناست یمه ویښ

زه خو د شپې په اوږدېدو خفه یم


داکټر اسرار اسرار

p/c

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف