هم یې بیره ده ساتلې هم یې ټال دے

شاعرې

google.com, pub-6458435959367210, DIRECT, f08c47fec0942fa0

Friday, October 31, 2025

هم یې بیره ده ساتلې هم یې ټال دے

 



هم یې بیره ده ساتلې هم یې ټال دے

راشه ستا لیونے اوس هم په خپل حال دے


د لوئې خدایې نه مې هم تا ته دوران غوښتے

که مې کړے په خپل ژوند کښې چرته سوال دے


داسې زر ترې جوړ کړي یو څهٔ کله بل څهٔ

ته به وائې زړهٔ مې خټه یار کولال دے


شپې اخیستے په ځان نه وي حساب نه دے

نور زما او ستا سیالي د چا مجال دے


چې د سُود خبره راشي خلک ډیر دي

چې د حق د اذان وخت شي یو بلال دے


ستا د پنجو په سر تلهٔ مې زړهٔ پرې باسي

مشران وائي چې کبر له زوال دے


زهٔ پښتون یم ته ښائیسته یې دا پورہ ده

په دنیا کښې خو جلال دے یا جمال دے


زهٔ د هرې انتها تر بامه لاړم

ما په ډیرو خوارو موندے اعتدال دے


یو د مینې په سر جګه شمله ګرځي

که په نوره شتمنۍ شي زیار کنګال دے


ارواښاد ډاکټر خالق زیار

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف