قسمته ليونيه در په در مې مې ګرځوې

شاعرې

Monday, October 19, 2026

قسمته ليونيه در په در مې مې ګرځوې

 


#غزل  

 قسمته  ليونيه در په در مې مې ګرځوې
سرې سترګې وچې شونډې ورپه ور مې ګرځوې

اى خدايه اى ﺯما کريمه ربه چې دا ولې ؟
په دومره ډيرو ښکلو کې نهر مې ګرځوې

اى عشقه ليونيه ته په کومو لارو بوتلم 
په کومو بيرته راغلم بې خبر مې ګرځوې

سهار دې د ديدن په نيت وځمه له کوره !
کوڅه په کوڅه بيا تر ماﺯديګر مې ګرځوې

نو اى  د مشکور بخته ته به کله را راويښېږې
مودې وشوې بې ياره بې دلبر مې ګرځوې
(ب-مشکور)


شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف