زۀ پۀ انا باندې ژوندے يم اؤ انا رارسي
دړد کۀ د هر ځائې نه راتېر شي خو تر ما رارسي
خدائې خبر ولې هر يو مخ ته ډېرپۀ غورګورم
خدائې خبر ولې د هر چا ترڅنګ بلا رارسي
تۀ خو راځه ، چې د وخت لارې پۀ هوا روانې
تۀ کۀ راؤرسېدې ، ټول جهان به بيا رارسي
دا چې مې پښې د کائناتو لۀ څادره ووځي
دا مې يقين دے، چې د عشق کوهِ ندا رارسي
ياپۀ ووږو پاس ګرځومه د بنګړو بارونه
يا زندګي ده پۀ قسطونو کښې تر ما رارسي
تسنيمه! څوک د بيابان شګو راونغښتلو!
دا چې د تېزې سيلۍ شور اؤ انګولا رارسي

Post a Comment