ته ﺯما خواښ يې ، ولې مې خواښ يې
ﺯه څه خبر يم ﺯه څه پوهيږم
اوتر اوتر يم ، ولې اوتر يم ؟
خو بس اوتر يم ﺯه څه پوهيږم
مزل مې څومره ، منﺯل مې چرته
سوالونه ډير دي جواب يې نشته
سفر سفر دې ، څومره سفر دې
ﺯه مسافر يم ﺯه څه پوهيږم
بې نياﺯي څه وي ؟ نياﺯ څه ته وائي ؟
ناﺯونه څه وي ده ناﺯولو
قلندري هم که دې ته وائي
ﺯه قلندر يم ﺯه څه پوهيږم
ور معنه بائيله ، در مطلب بائيله
دربانه څوک يې څه دې غرض دې ؟
نه ﺯه ده ور يم نه ﺯه ده در يم
ﺯه در په در يم ﺯه څه پوهيږم
ممتاﺯ که نه وې څه به وه ړنګه
اوس چې ممتاﺯ شته څه ده ودانه
ﺯما وجود څه ﺯما مقصد څه
ده کوم باور يم ﺯه څه پوهيږم
ممتاﺯ اورکرﺯئ
ایک تبصرہ شائع کریں