غزل
زۀ پښتون يم ته ښايسته يې دا پوره ده
په دنيا کې خو جلال دی يا جمال دی
شپې اخستى په ځان نه وي حساب نه دى
نور زما او ستا سيالي د چا مجال دى
داسې زر ترې جوړ کړي يو څه کله بل څه
ته به وايې زړۀ مې خټه يار کولال دی
ستا د پنجو په سر تلۀ مې زړه پرېباسي
مشران وايي چې کبر له زوال دى
يو د مينې په سر جګه شمله ګرځي
که په نوره شتمنۍ شي زيار کنګال دى
کلام :" ډاکټر خالق زيار
ایک تبصرہ شائع کریں