زه به ولې د ښه مخ ننداره نه کړم
نندارې لره یې زه یم پېدا کړئ
د جنت حورې که وګوري ستا مخ ته
نور به واچــــوي له شرمه نـقابونه
ستر خوشال بابا
رحمان ستا په مخ بې څڼو هم مين دی
بېـهوده دي ورتـه کــېښود دام پـه څــه
– عبدالرحمان بابا
دې مستۍ او دې ارمان له یو تصویر د جانان راکړه
ستا په مینه نازېدل را, ستا په ښکلي مخ غرور را
غني خان بابا
مخ او زلفی یی په یاد راځـــی درویشه
په رڼا او په تیـــــــــــاره ورپسی ژاړم
درويش درانی
ایک تبصرہ شائع کریں