سمیع الله ګـــران / نن سحر چې زۀ له خوبه رابېدار شوم

شاعرې

اتوار، 14 اپریل، 2024

سمیع الله ګـــران / نن سحر چې زۀ له خوبه رابېدار شوم

 



نن سحر چې زۀ له خوبه رابېدار شوم

نوموبائل مې په دغه خیال رواخست

چې له حاله د یارانو ځان خبر کړم 

یو څو شپې مې د جنت وطن نه لرې

د ښار غېږه کښې د زړۀ په زور سبا کړې

اراده مې نن خپل کلي ته د تلو وه

خو چې څنګه مې نظر په فېس بک پرېوت

یو پېغام را استولے زبرګ ماما وۀ

"چې کال وړاندې دا ټپه په ننۍ ورځ 

خپره کړې تا د خپل فېس بک د وال نه

که تۀ غواړې نن ئې بیا شې خپرولے" 

دې پېغام راته رایاده هغه ورځ کړه

چې کال وړاندې هم په دې ورځ وم په ښار کښې.

او هم نن درنه خپل کلي ته روان وم

ستا یوه یوه خبره مې په زړۀ ده 

ستا یوه یوه زورنه راته یاده 

او د خپلو اوښکو خوند مې لا تر اوسه 

دے لا هاغه شانتې هاغسې په خُله کښې

په ګوګل کښې مې د خپل زړګي د څړیکو

درد لا هغسې اشنا محسوسومه

په ناتوانو پښو نن بیا ستاسو د ښار نه

زۀ د خپل کلي په لوري ور روان شوم

نن مې بیا هاغه زخمونه راتازه کړل

نن مې بیا د محبته کرکه اوشوه

نن مې بیا هغه ټپه کړله شریکه


که خداے مې ته وې رانه لاړې

که خداے مې بل وي ستا نه ښه به مې ساتي نه .

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف