پرون او نن
نۀ د سپرلوپروا وه
نۀ د رنګونوفکر
مستۍ چورلک خوړلو
ښکلا د کور وينځه وه
وخت کته کړے خر وهٴ
تللوزمونږ په خوښه
چا خوزولے نۀ شو
وولکه غرونه ولاړ
څۀ بې نيازي وه خدايه
څۀ خودداري وه خدايه
اوس مونږ ښکلا پسې مرو
اوس مونږ سپرلي لټوو
اوس مونږ رنګونه مږو
خو ښائست نۀ راګرځي
اوس چې زۀ فکر اوکړم
نوپه دې ورسمه
هغه جوړ زۀ زلمے وم
هغه جوړ تۀ پېغله وې
.......................
اسيرمنګل
ایک تبصرہ شائع کریں