په سرو شونډو ئې مسکا لاسو کښې جام دے

شاعرې

google.com, pub-6458435959367210, DIRECT, f08c47fec0942fa0

اتوار، 14 اپریل، 2024

په سرو شونډو ئې مسکا لاسو کښې جام دے

 


په سرو شونډو ئې مسکا لاسو کښې جام دے

ساقي جان جوړ کړې بيا څۀ اهتمام دے


تورې سترګې ئې سرې شوې له خماره

تور کاګل ئې د رخسار د پاسه لام دے


بيا په خوب کښې تېزاندې د زلفو وينم

داسې خکاري چې تعبير ئې بد انجام دے


د باميان او د خېبر غرونه ګواه دي

سر تېزۍ کښې مشهوره پښتون قام دے


د فرهاد د غزلزار ذهن ماخوذه

مئين زړونو ته ټکور ټکور پېغام دے

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف