غزل
ما کـــــــــړه شوروع ستا د رُخسار نه تر وربله قیصه
بهر مـــــــــې نۀ کړه ستا د زلفـــــــو د ول وله قیصه
ستانه به خپله د خپل ژونـــــد ټوله قیصه هېره شي
که درته مــا اوکړه د خپل ژونــــــــــدانه خپله قیصه
اول مــــــــــې تا پســــــــې ژړل او وس پۀ تا ژاړمه
ستا جدایــــــــۍ راته راپېښه کــــــــړه دا بله قیصه
د هر یو قـــــــــام سره وعده د ښۀ سلوک کیږي خـو
زمــــــــــا د قــــــــام سره روانه ده بــــــــدله قیصه
هغې وئیل مسافـــــــري به دې ځوانــي خاورې کړي
هغــــــــې وئیله خــــــــو ما کله اورېــــــــدله قیصه
هغـــــــــه حجـــــــــــره د پښتنو هغه ادب، احـترام
خلق به چپ ناست وو چــــــــې مشر به کوَله قیصه
نقیبه هر یو غم دې زړۀ کښې ځان له ځاے کړے دے
نقیبه نن دې شـوه معلومــــــــــه د غــــــــزله قیصه
نقيب يوسفزے
ایک تبصرہ شائع کریں