پېښه پــــه دې ورانو کوڅـو بیا وکه یــــؤ ځل ملنګه

شاعرې

منگل، 23 اپریل، 2024

پېښه پــــه دې ورانو کوڅـو بیا وکه یــــؤ ځل ملنګه

 


پېښه پــــه دې ورانو کوڅـو بیا وکه یــــؤ ځل ملنګه

یــــــــــه زمـا نادان ملنګه، یــــــــــه زمـا پاګل ملنګه


ستا نه ستا لؤظونه ولې هېــــر شو پــــه تا څۀ وشو

تا خو بـــــه رېګونه پـــــــه ســــــر دلته بادول ملنګه


نۀ درنــــــــه سالو غواړمه نــــــــۀ امېل د ســـرو ګلو

نۀ درنــــه بنګړي ملنګه، نـــــــۀ درنـــــــه کجل ملنګه


نۀ په ځـان اختیار لرمه نــــۀ پــــه ځـان اعتبار ملنګه

څنګ دې کړم پردی ملنګه، څنګ دې کړمه خپل ملنګه


بیا شبــــــنم شه یـــه سائلـه! هغسې مې بیا ګلاب که

تا چې بـــــه خنــــدل ملنګه، ما چې بـــــه ژړل ملنګه


رحمت شاه سائل

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف