د صداقت علمبردار
ميکسم ګورکى وائ ژوند خو دا نه دې بنده دې کار کوى او ډوډۍ دې خورى او ټول عمر ې هم بس دا دوه کاره وى او چې لږ وخت ورته ملاٶ شى بچى پيدا کړى او بيا د بچو نه هم هاغه کار اخلى کوم چې پخپله کوى دې خلقو ته انسانان
ويل څه معنا انسان خو هغه دې هغه خپل صلاحيتونه د پريوتى اوزپلى انسانانو د روښانه سباون د پاره په کار راولى
سليم راز ټول ژوند دزپلى او بېوسه انسانانو د روښانه سباون د پاره هلې ځلې کړى دى سليم راز يو ترقى پسند سوچ لرونکې انسان دې هغه د رنګ نسل او قوميت نه بالاتر دې هغه د هر مظلوم د پاره اواز پورته کړېدې هغه پخپله وائ
سرحدونه مې وجود کښې نه ځاييږى
د نړۍ د هر وطن زه باشنده يم
مولانه روم وائ چې زما علم ماته د انسان سره د محبت درس رانکړى نو يو جاهل زمانه ډير ښه دې
سليم راز کلهم انسانيت سره محبت لرى هغه که د ملک دننه وى يا دملک نه بهر په هره خطه کښې ي د مظلوم انسانيت خبره کړې ده سليم راز د جرآت اظهار نوم دې هر شاعر اديب دخپل عصر ترجمان وى سليم راز صرف ترجمان نه لارښود هم دې د سليم راز په ليک کښې ابهام يا مصلحت بلکل نه وى د صداقت علمبردار دې ځکه خو په جار وائ
ښکلا او ژوند سره الفت به کوو
دا عبادت دې عبادت به کوو
دوه مين زړونه چې په زور بيلوى
دغې سماج نه بغاوت به کوو
که مونږ نادار بادار په دار خيژوى
رازه د خوارو حمايت به کوو
يا لکه داشعر ې
سر ټيټې که په هر شکل وى توهين دې
سر وچت ګرځول شان د ادميت دې
سليم راز يو نه ستړې کيدونکې انسان دې په دې اتياکلن عمر کښې هم (په وجود کمزورې هم دې خو جزبې ځوانې لرى)هر ځاې ته ځان رسوى هر محفل ته ځى په دې غرض چې خپل انقلابى پيغام نوى کول ته ورسوى د يو تکړه او رښتونى انقلابى رهنما کار هم دا وى ځکه چې ښاغلې راز مايوسه نه دې خپلو زلمو ته لارښودنه کوى
درنګ ساعت له راختونکې دلته نمر دې
په مسکا باندې شفق له پورې غر دې
پړق زاره د تورې شپې زر په چاودو ده
چې مايوس نه شۍ ملګرو بس سحر دې
سليم راز يو کل وقتى ليکونکې دې شاعر اديب صحافى کالمنګار تبصره نګار او يو ښه منتظم هم دې وسيع مطالعه او مشاهده لرى پښتون قام ته په راپيښو مسلو ژور نظر هم لرى او ددې مسلو په حل هم خبر دې
سيف الرحمان سليم وائ سليم راز کاکاجى صنوبر حسين خپل فکرى رهنما ګنړى او په ادب او فن کښې د قلندذ مومند او اجمل خټک د اثر په دايره کښې دې سليم راز د ترقى پسند ادبى تحريک سره وابسته دې دې تحريک ته ې ډير څه ورکړى دى او په دغه نظريه کلک ولاړ دې خپل پوخ سياسى شعور او ژور طبقاتى احساس هغه ته خپل مرام او منزل ښودلې دې ځکه هغه د هرې استحصالى روېي ناانصافۍ ظلم او جبر خلاف دې او ددې په ضد خپل ټول صلاحيتونه پکار کارراولى
سليم راز چې کله څه ليکى هغه که غزل دې که نظم کالم وى که مقاله يا په کتاب ې سريزه ليکلى ده زما په شان هر لوستونکى ترې څه نه څه استفاده کړې کړېده ځکه چې د راز صيب په ليک کښې اميد وى لارښودنه وى پيغام وى ځکه خو ارواښاد اياز داوودزۍ وائ د سليم راز نثرى او منظوم ليکونه زه ډير په شوق او ډير په مينه لولم د هغه تخليقات زما ځکه خوښ وى هغه څه وائ په ډاګه ې وائ په ډانګ پييلى ې وائ د هغه خيال فکر او جذبه چې په غورځنګ شى نو بيا د هغه قلم نه اباسينونه په بهيدو شىهم دغه رنګ د سليم راز په ليکونه هم ټولې فلسفې ټولې نظرېې ټولې عقيدې د خپلې فلسفې او خپلې عقيدې په خپل طوفانى انداز بيان لکه د کنګخړو په مخه يوسى او ميدان د هغه فلسفې ته د هغېه نظريي ته د هغه عقيدې ته خالى پاتې شى دغه درې واړه توکى د خپل فکرى انقلاب په يو همه ګير تفکر کښې داسې راګير کړى چې لوستتونکى نه د وتلو رو ګودر خطا کړى دغه انقلاب د هغه ارمان او هدف دې يعنى مير دې
داسئې انقلاب د هغه په قول د انسانانو تر مينځه طبقاتى تضادات او نسلى امتيازات ختم کړى او نتيجه کښې ې د لوږې غربت جهالت توهم پرستۍ او فرقه واريت په ځائ امن مساوات ورورولى سوکالى ترقى علم او رنړا راشى او غير طبقاتى ترقى پسنده روشن خياله خوشحاله سيکولر او جمهورى معاشره قايمه شى
يو بل ځائ اياز داوودزۍ ليکى څوک چې د راز په راز ځان پوهول غواړى نو تنقيدى کرښي دې ولولى خداې خبر چې پښتانه نقادان او دانشوران به سليم راز ته په کوم نظر ګورى خو زه د پښتو ادب طالب علم يم زه چې تل غواړم چې د يو ليکوال او ليک نه مې څه زده کړې نو ما سليم راز د هغه په نثرى او اومنظوم ليکونو کښې داسې موندلې دې هغه يو مخلص انسان او انسان دوسته دې د زوق سليم خاوند دې د مينې د مزل منزل دې نړيوال غړې دې د ښکلا د راز همراز دې د انسانيت د لړۍ يوه کلکه کړۍ ده د زمان او زمين د ذر او زور د رازونو او رمزونو يو بې رازه راز دې د خوارانو غم خوار دپريوتو مرستيال او فکرى انقلاب پرانستې کتاب دې يو خوږ خوږمن او کوټلې پښتون دې يو داسې پښتون چې ګران اجمل خټک ې سوز او رباب اهنګ ګڼى
ما چې کله تنقيدى کرښې په اول ځل ولوستې نو د سليم راز فکرى وسعت ته حيرانيدم هم او خوشحاليدم هم چې چې شکردې د قلندر مومند نه پس پښتو ادب کښې سليم راز هم شته څنګه چې قلندر مومند پښتو ادب کښې تنقيد له وده ورکړې دغه شان سليم راز هم د تنقيد په حواله يو لوي نوم او معتبره حواله حواله ده سليم راز پخپله وائ د قلندر مومند همنشينۍ راته تنقيدى شعور رابخښلې
عبد الحميد زاهد
ایک تبصرہ شائع کریں