د ورکوټي والي نه زۀ په رنګونو، رڼا او ښائیست مئین ووم ډېر کم عمره ووم چې په نشاط چوک مینګوره کښې یو ارټ ولګېدو او دا داسې فنپاره وه چې په روډ روان خلق به ورته ودرېدل دغه شهکار ارټ د مراد (دادا) د لاسو جوړ وۀ زما یقین دے چې زما سره سره بلها خلق په دغه وخت کښې د مراد ارټسټ د فن او لیدو لېوني شوي وو او بیا دغه سلسله تر ننه راروانه ده د (دادا) د لاسو جوړه یوه یوه فنپاره چې منظرِعام ته راځي نو د (دادا) په مینوالو کښې اضافه کېږي د فنون لطیفه په بلها شعبو کښې او بیا په خصوصي توګه د ارټ په لړ کښې د مراد ارټسټ خدمات د تل دپاره د یاد ساتلو دي د پوره ملک سره سره د نړۍ په زیاتو ملکونو کښې د مراد (دادا) د فنپارو نمائش شوے دے د مراد شمار د ملک په څو نوموړو ارټسټانو کښې کېږي او دا زمونږ د پاره د فخر او وياړ خبره ده د ملک د صدر نه راوخله د سلګونو یادو او نوموړو خلکو په لاسونو مراد (دادا) ته د هغوئ د کار او زیار په وجه عزازي ایواډونه او شیلډونه وړاندې کړې شوي دي څومره چې زۀ په مراد دادا مئین یم هم دومره هغۀ هم زما سره مینه او مرسته کوي زما خواهش وي چې د دادا فنپارې د کتاب په ټائټلو چاپ شي نو زمونږ د کتاب اهمیت به ورسره هم سېوا شي او ارټ به هم خوندي پاتې شی کله چې مې هم دادا ته د ټائټل وئیلي دي نو په روڼ تندي یې راته ښه کړي دي تېره میاشت کښې یې راله د ګران مشر Ibrahim Baidarwal صاحب د کتاب د پاره ډېر ښائسته ټائټل تیار کړو دغه کتاب چې چاپ شو نو تېره ورځ مې مراد دادا ته ډالۍ کړو په دغه موقع اخستے شوے عکس ستاسو سره په دغه خیال شریکووم چې خوندي شي.
ایک تبصرہ شائع کریں