کتاب زرچاڼ فېروز خان افريدے/ ارواښاد ډاکټر محمد اعظم اعظم

شاعرې

جمعہ، 19 اپریل، 2024

کتاب زرچاڼ فېروز خان افريدے/ ارواښاد ډاکټر محمد اعظم اعظم

 



ارواښاد ډاکټر محمد اعظم اعظم

څو کږې پګړۍ  د خاؤرې کړې اسمانه

ځکه نۀ ږدي علي خان په سر دستار کج


ارواښاد ډاکټر محمد اعظم اعظم نۀ يوازې د پښتونخوا او افغانستان په پښتنو کښې يو مقبول  او ممتاز شاعر او اديب وۀ بلکه هغه په اردو دان طبقه کښې  هم خپل پوخ شناخت لرلو. د دوئي د سحر انګېز شاعرۍ او ډرامې له کبله د هېواد نه بهر مېشت پښتنو هم د ارواښاد سره بې کچه مينه لرله . او تر څو چې د پښتو ژبې قدردانان وي د ارواښاد نوم به په ډېر احترام سره يادېږي.

اعظم صېب  پېدائشي نابغه  شاعر وۀ۔ ھغه کۀ په ژوند په ھر څومره لوړ‎و رتبو او چوکو پاتې وۀ خو د ھغۀ مزاج او طبیعت د خپلې خاؤرې د یو کلیوال سوچه پښتون په رنګ کښې رنګ وۀ د عام وګړ‎و په شان به ورته د پښتنو په محفلونو کښې ناستي خوند ورکولو۔ ھغه د ستار غږ‎ولو چل ھم زده کړ‎ې وۀ  او په ځوانۍ  کښې به ئې د خپلو یارانو دوستانو په محفلونو کښې غږ‎ولو ځکه  د سرونو په چل پوھېدو او چې د ھغۀ څومره غزلې ھم فنکارانو وئیلي دي په ھغې کښې د اعظم صېب د موسیقۍ سره د بلدتیا ھنر څرګند برېخي۔

اعظم صېب د خپل کھول  د پښتو په شاعرانو کښې خصوصاً په کوزه پښتونخوا کښې یو اعلیٰ  تعلیم یافته  شاعر او ادیب وۀ ۔

د  ھغۀ د ادب سره مینه، کمټمنټ  او وخت ورکول د پښتو ادب په  درنښت او ارزښت کښې بې کچه اضافه وکړ‎ه او په دې حواله پښتو ادب ته د ارواښاد اعظم صېب په تقليد کښې  د نورو اعليٰ تعليم يافته پښتو شاعرانو پام راګرځېدل هم د دوئي له برکته ګڼلي کېږې.

هر کله چې مونږ د ملک نه بهر د مشاعرو تابيا وکړه نو لما نه مخکښې د ټولنې  مشرانو  د دوبۍ، ابوظهبۍ او شارجه د شاعرانو په شموليت  د انټر ګلف مشاعره کړې وه. مونږ هم ورسره شريک وو. ستر محقق، اديب او شاعر رحيم شاه رحيم صېب هم صديقي صېب په خپله خرڅه راغوښتې وۀ په هغۀ پسې  وحيد ګل  وحيد  او شېرزمين ماهر ارواګانې ئې ښادې د ټولنې د ملګرو په خواهش او بلنه راغلي وو خو دروند پروګرام  د ارواښاد پرېشان خټک صېب وۀ۔ پرېشان خټک صېب مرحوم  ته هم په دوحه قطر  کښې د يو بل تنظيم لاندې جوړ په يو پروګرام کښې د پاک پښتو ادبې ټولنې له اړخه ملګرو بلنه ورکړه او ارواښاد پرېشان خټک په ډېره مينه زمونږه دعوت قبول کړو. د مرحوم خټک صېب  د دې سترې او کاميابې دستورې نه وروستو د ټولنې په ملګرو کښې يو نوې جوش او تاؤده ولوله  راؤپارېده، او دا پرېکړه وشوه چې هر کال به ان شاءالله مونږ د خوږ وطن خواږۀ درانۀ شاعران دغه دستورو او مشاعرو ته راغواړو.کله چې۱۹۹۲ء زۀ د ټولنې ستر سېکتر شوم او دغه مشري زما په غاړه شوه نو د ملګرو په صلاح په  يوه غونډه کښې د ډاکټر محمد اعظم اعظم او ښاغلي رحمت شاه سائيل نومونه په ګن اکثريت سره خوښ کړې شول ورسره د ټل د درنو ملګرو په خوښه  د سليم بنګش صېب نوم هم د دې باقاعده اوليني رسمي مشاعرې د پاره وټاکلے شُۀ .

د نورو ملګرو په ذاتي خوښه او خرڅ څۀ نور شاعران هم د پاکستان نه په دغه مشاعره کښې راوبللي شول . په دغه مشاعرې کښې په اول ځل مونږ ډاکټر محمد اعظم اعظم وليدلو .چې څومره د اعظم صېب شهرت په هر لوري خور وور وۀ  اعظم صېب بلکل د خپل شهرت او عهدې برعکس بېخي  بې نيازه، بې غرضه ،ملنساره او خاکساره طبيعت لرلو. او د يو مينه ناک دروند پښتون انسان په څېر  د عام ملګرو او شاعرانو سره يو شان ناست پاست او د هغوئي په مينځ کښې ګپونه ويشتل.

ما محسوسه کړه چې اعظم صېب د يو پېدائيشي شاعر په شان ځانګړ‎ې خوئي بوئي لري او د دې خبرې نه بلکل بې پرواه دے چې کوم شعر يا نظم په مشاعره کښې وئيل پکار دي او په کوم زيات داد اخستلې کېږي خو بس کاپي به ئې راوخسته او لکه د فال ګر په مينځ به ئې خلاصه کړه ورسره به ئې اووئيل ځه چې کوم يو پکښې راوخېژي هم هغه به اووائيم. د اعظم صېب دا انداز هم ډېر معصومانه وۀ

هر انداز ئې دلفرېب دے خو زړګيه

دا معصوم معصوم کتل ئې د کتو دي


زۀ د اعظم صېب د کور، وطن او د کلي محلت د ژوند نۀ خو نۀ يم خبر چې د دوي اجتماعي ګزران څنګه وۀ ،خو ما د هغۀ د خوئي بوئي نه دا محسوسه کړې وه چې د دوئي  دومره لوئې نوم، شهرت او عهدې نوکري  او انعاماتو او اعزازاتو کښې د دۀ خپله منډه ترړه، اثر او رسوخ  شامل نۀ وۀ بلکه هغه ما ته يو خوش قسمته  او د خداد صلاحيت واله انسان ښکارېدو. او هر څۀ ئې پۀ خپل بخت او صلاحيت موندلي وو .

عقل مۀ غواړه بخت وغواړه زړګيه

عقل مند د بختورو  غـــــلامان   وي


په قطر کښې پوره يوه هفته هغه د سفير پاکستان د(فلېګ)جهنډې واله مرسيډيز ګاډي کښې ګرځېدو.د اعظم صېب خوش بختي وه چې د هغه وخت د پاکستان سفارتخانے قائيم مقام سفيرښاغلے عمر خان علي شيرازي صېب  د اعظم صېب شاګرد وختو. هغه اول په خپل کور کښې د اعظم صېب په درانوي کښې يوه لويه ډوډۍ وکړه ، چې په قطر کښې مېشت  د ټول پاکستان کموينټي خاص او عام وګړي ئې پکښې راوغوښتل او په ډېر فخر سره ئې اعظم صېب ته په خپل تقرير کښې اول استاذ اووئيل او بيا ئې د هغۀ په جمله اوصافو خبرې وکړې. ورپسې رواياتي قبائيلي وريته (ډوډۍ) او ورپسې د ډول سرنا په خوږ تاريخي اتڼي ساز  کښې يو ستر اجتماعي اتڼ واچولې شۀ چې سفير صېب پخپله پکښې داسې تاؤ راتاؤ شۀ چې په غورځېدو ئې وېرېردلو او په څو کسه مو راونيو  او په خپله  مخصوصه  چوکۍ کښې مو کښېنولو.

بيا ئې اعظم صېب ته خپل خاص د جنډې واله مرسيډيږ سره د ډرائيور مختص کړو او هم په هغه ګاډي کښې اعظم صېب د سفارتخانے په اډېټوريم کښې جوړ شوي لوئي پروګرام ته ورسولې شۀ.

د سفارتخانے په دروازه کښې هم د ډول سُرنا سازينده د ډېرو مسافرو پښتنو سره  ولاړ وۀ او د پښتنو اتڼ ئې ګرم کړې وۀ.

د اعظم صېب استقبال لکه د وخت باچا په شان وشۀ. په دغه مشاعره کښې اعظم صېب  د قطر او خليج په مسافرو يو زړۀ راښکونکې نظم هم واؤرولو چې سامېعينو ډېر خوښ کړو. اعظم صېب به د ډېرې مينې او عقيدت نه د قطر پښتنو مسافرو د ځان سره کله يو ځائے کله بل ځائے ته روان کړې وۀ او هغۀ به هم ډېر په خوشحالۍ د دغه ملګرو سره داسې روان وۀ لکه چې اعظم صېب د دوئي د دېرې ملګرے وي او په کلونو کلونو د دوئي سره مېشت وي.

په دغه دوره کښې د اعظم صېب يو بل شاګرد هم چې نن سبا په قومي اسمبلۍ کښې ممبر دے او په قطر کښې د قطر ټېلي ويژن الېکټريکل انجنئير وۀ ښاغلې عثمان خان ترکے صېب په شيزان هوټل کښې يوه لويه ډوډۍ وکړه . دغه وخت مونږ سره ښاغلے منير اورکزئے صېب ممبر قومي اسمبلي هم د ټولنې وائيس چئيرمين وۀ .

په دې یو او نیزه دوره کښې يوه ورځ مونږ د الخور ګارډن ته د ټولنې د   ټولو ملګرو سره په سېل تلي وو . هلته د دې خبرې ذکر وشۀ چې رحمت شاه سائيل صېب سره ډېر زياتې وشو او مونږ ته پکار دي چې د دې خبرې پوښتنه وکړ‎ې شي اول خو اعظم صېب څۀ نۀ وئيل خو چې دا خبره لږه ستغه شوه نو اعظم صېب مونږ ته د صبر او اسقامت نصيحت وکړو او چې جذباتي ملګري نۀ غلي کېدل نو لکه د يو ۱۸ کلن ځوان په شان راپاسېدو۔ چې راځۍ بيا چې ورشو ورپسې چې نۀ قلارېږۍ ، چې پته ئې ولګي. د اعظم صېب په دې معصوم حرکت ملګري داسې چپ شول او د دۀ د پښتون فطرت  نه ډېر زيات متاثره شول او بيا مونږ د اعظم صېب په مخکښې داسې قسم بحث نۀ کولو فېصله وکړه.

چې کله د واپسۍ تګ ته يوه ورځ پاتې شوه نو اعظم صېب ته خيال وشو چې ما خو کور ته فون هم نۀ دې کړے نو مونږ ورته د ټېلېفون انتظام وکړو هغه وخت ګر موبائيل عام نۀ وۀ. اعظم صېب چې خپلو بچو سره په ټېلېفون خبرې وکړې نو ما ته ئې اووئيل چې ياره زما خو څۀ سامان پکار دے خو شرط به دا وي چې ما خپلې پېسې راوړلے  دي نو دا به زۀ په پخپلو پېسو اخلم.

مونږ ورته حسب روايت هر ملګري خپلې ډالۍ واخستې خو د اعظم صېب د کور نه چې کوم سامان غوښتلې شوې وو نو هغه ئې پۀ تک شنه زور په خپلو پېسو واخستو . د دې خبرې ذکر ما ځکه وکړو چې دې سره يو دلچسپه واقعه تړلې ده او هغه دا چې اعظم صېب ته په کور کښې د مورا ګولډ بلېنکېټس برانډیډ کمبلو دوه درې دانو وېنا  شوې وه خو په سور رنګ کښې د راؤړلو ورته وئيلي شوي وو مونږ په هغه رنګ پسې ډېر دوکانونه وکتل خو په مورا ګولډ کښې سور رنګ نۀ جوړېدلو نو ما اعظم صېب ته درخواست وکړو چې کمبل سره مو کار دے رنګونه پکښې څۀ کړې؟ هم دغه (پېنک )ګلابي يا دا (ګرې کلر) سلیټي رنګ  به واخلو.

هغۀ اووئيل چې زما هم دغه خيال دے خو هغوئي د سور رنګ نه وئيلي دي او چې کوم ځائے مې نۀ ګرېګي نو ولے ئې په زور وګروم.؟ والله کۀ ئې يو سم.

ما ورته اووئيل چې اعظم صېب تا سره خو عذر شته کنه چې په دې برانډ کښې سور رنګ نۀ وي. هغۀ اووئيل چې سور رنګ نۀ وي نو بيا بل رنګ زۀ نۀ وړم. ما ورته اووئيل چې خېر دے دا پوښتنه خو وکړه کېدے شي هغوئي درته اووائي چې بل رنګ راوړه. اعظم صېب دا سې شين سور شۀ او ما ته ئې اووئيل يار تۀ ما له کار ولے ګورې. خو خېر چې ټېلېفون ئې وکړو نو هم زما خبره صحيح وخته اعظم صېب ته مېرمنې اووئیل چې تش رانشې چې سور رنګ نۀ وي نو دا نور رنګونو کښې ئې راوړ‎ه اعظم صېب ته مو د کمبلو بار جوړ کړو. قسم ئې وخوړو چې په خپلو پېسو به ئې اخلم  نو وړم به ئې ګني والله کۀ ئې يوسم.

خېر چې تر څو پورې نۀ وۀ تلې نو ماته به غصه غصه کېدو چې دا ستا د لاسه دا بار راته جوړ شۀ ګني زما خو سمه بهانه جوړه وه کله چې اعظم صېب رخصتېدو نو د پاکستاني سفارتخانې ډېر وګړي بشمول علي شېرزے صېب او د قطر درنو پښتنو په ډېره مينه د ائيرپورټ نه رخصت کړو.

چې زۀ کله پاکستان ته راغلم نو اعظم صېب سره ملاقات ته لاړم دغه وخت اعظم صېب د پښتو ډيپارټمنټ چئيرمېن وۀ . ما سره ئې په ډېره مينه ليدل وشول او د بيا په ليدو مې ځان ترې خلاص کړوڅو کاله پس چې زۀ بيا پاکستان ته لاړم، نو سم راته ياد نۀ دي چې بيا ما د اعظم صېب سره وليدل کنه خو يوه ورځ  په ارکائيو هال کښې د پښتو د عالمي ورځې په مناسبت جوړ شوي يو پروګرام کښې مې وليدو. زۀ ئې په اول نظر ونه پېژندم يو خو ما ګيره لرې کړې وه بل زۀ د تن نه هم لږ غټ شوې ووم ما ورته ګيله غوندې وکړه وئيل ئې چې دغه ګيله زما ستا نه ده تا ته پته ده چې زما په کور کښې کشران نارينه بچي نشته ټول واړۀ ماشومان دي او د دوئي ذمه وارو سره نور هم د نوکرۍ او مړي ژوندې  تګ راتګ ټول کارونه په ما دي. 

زۀ کال و سر  په دې کښې داسې انختې يم چې خواږۀ خواږۀ ياران پکښې ډېر وخت پس هم نۀ وينم. په هغه ورځ زما خوش بختي دا وه چې زما ليدل د اياز داؤزي صېب او قمر راهي غوندې لويو ادبي شخصياتو  سره ھم وشوو او د هغوئي د خصوصي مهربانه نظر لاندې راغلم خپل درانۀ درانۀ کتابونه ئې راپېرزو کړل او د افتخار حسېن ګيلاني ګورنر صېب سره مې هم ملاقات وشو. سليم راز صېب د شاعرانو د پاره په خپل تقرير کښې د يو دفتر غوښتنه هم وکړه خو ګورنر صېب ورته اووئيل چې اوس زما د اختياره هر څۀ تلي دي.

۲۰۰۵ء کښې ما په پېښور کښې کور واخست دا کور بېخي داسې مضافتي غوندې ځائے کښې وۀ خو الله دې دغه دروند مشر ته هغه دنيا ګل و ګلزار کړي څو څو کرته زما کور ته راغلو زۀ به ئې د ځان سره کړم او کله ټي وي سټېشن کښې د خپل ورور جنرل منېجر فرمان الله جان په دفتر کښې کله په خېبر بېنک کښې يو خپل ملګري سره او کله سردرياب ته د مهيانو خوړولو په بهانه بوتلم او ټوله ورځ به مو سره تېره کړه. يو ځل ما سره بطور خاص د اجمل بابا ديدن له هم لاړو .اجمل بابا هغه ورځو کښې دومره ضغيف نۀ وۀ هغۀ مونږ ځان سره ايسوړو ته د خوشحال بابا مزار ته بوتلو بيا د اټک سيند د پل لاندې مو ډوډۍ وخوړه او د اعظم صېب په صدارت کښې د سيند په غاړه يوه مشاعره هم وکړه چې عکسونه ئې زما سره اوس هم خوندي دي. چې کله  اعظم صېب د اکادمي ادبيات د خېبر پښتونخوا د څانګې مشر وټاکلې شۀ او د هغۀ مصروفيات زيات شول نو چې کله به زۀ راغلم نو د اعظم صيب سره به مې په پروګرامونو کښې ملاقاتونه کېدل او په ټېلفون به مو د يو بل خبر اخستو. په ۲۰۰۹ء کښې د قطر سفير ښاغلي محمد اصغر صېب خواهش څرګند کړو چې زما استاذ اعظم صېب دا ځل پروګرام ته راولۍ . ما اعظم صېب خبر کړو خو اعظم صېب راته اووئيل چې پاسپورټ مې ورک شوې دے او کۀ معياد پرې اوختې دے خو چې تۀ پاکستان ته راشې نو بس زما پاسپورټ به تيار وي. زۀ پاکستان ته راغلم خو د اعظم صېب پاسپورټ تيار نۀ وۀ. او نۀ بيا ورته چرته اوزګار شۀ. سفير صېب دوه درې ځله پوښتنه وکړه خو دا بې نيازه ملنګ فطرته انسان پاسپوړت جوړېدو ته اوزګار  نۀ شۀ

په ۲۰۱۱ءکښې اصغر افريدي ريټائيرډ شۀ او اعظم صېب راته اووئيل چې افريدي صېب هم ګيله کړې وه خو دا ستا د لاسه زۀ پاتې شوم. ما وئيل ولے اعظم صېب؟ ما څۀ ګناه کړې ده؟ اعظم صېب اووئيل چې د ۱۹۹۲ء په شان کۀ تۀ ما پسې يو ځل بيا لګېدلې وې  نو کېدے شي ما پاسپوسټ جوړ کړې وې.

او دا خبره رښتیا ھم ده چې اعظم صېب پسې زۀ سم لکه  د ضدي ماشوم لګېدلې ووم  په آرام مې ھغه وخت پرېښودو چې د پاسپورټ فوټو کاپي ئې تر ما راورسېدله۔

خېر بيا ئې پخپله اووئيل چې يار زۀ والله اوس بېخي نۀ اوزګآره یم  يو خوا بچي هم لوئي شول سکول ته وړل غواړي .دا نورې اضافي زمه وارۍ هم راباندې دي مړې ژوندې ،کلي بانډې  ته هم ځم راځم نو بس داسې مصروف يم چې تپوس مۀ کوه.

په ۲۰۱۱ء کښې ورسره يو ځل بيا د دمورنۍ ژبو د عالمي ورځ په مناسبت جوړو شوو دوه غونډو کښې شريک شوم يوه د اکادمي ادبيات په خپل دفتر کښې او بله د پرېس کلب په بلډېنګ کښې هم په يوه ورځ دا دواړه دستورې وشوې.

دا ځل په ۲۰۱۲ءکښې چې زۀ وطن ته راغلم  نو څو ورځې پس په ۸ نومبر مې د امريکې نه راغلې د يوې اديبې مېرمن نرګس سيماب په اصرار ورته فون وکړو چې اعظم صېب مونږ درسره ليدل غواړو. هغه زما په ټېلېفون ډېر خوشحاله شۀ. وئيل دا ځل دې دومره وخت تېر کړو. بيا ئې اووئيل چې چرته به سره اووينو؟ ما وئيل چې مونږ خو اوس د يونيورسټۍ کېمپس نه راوتلو په ګاډي کښې روان يُو نو تاسوبه چرته ئې؟ هغۀ اووئيل چې يو ځل ښار ته تلې ووم او بيا نشم تلې ځکه چې ستړې يم خو اوس ماشومانو پسې يونيورسټۍ ته ځم ، تاسو ځائے وښائې نو زۀ به درشم. ما چې د هغۀ د ستومانۍ واورېدل نو ما وئيل چې خېر دې اعظم صېب بل وخت به سره اووينو تاسو ستړي هم ئې او ماشومان به هم درسره ځي نو بيا بله ورځ به شي هغه اووئيل ځه سمه دۀ خو يو خو په څوارلسم پروګرام دے هغلته به سره اووينو بل دا چې د پروګرام نه مخکې ليدل هم ضروري دي. ما ورته اووئيل چې سمه ده ډاکټر صېب زۀ به پخپله درته فون وکړم.

د پروګرام نه مخکښې ورته جوړ نۀ شوم د پروګرام د پاره ملګري محمد علي په خپله ټېلېفون وکړو او دوه ځل مسېج هم راغلو خو زما قسمت ورسره په ژوند د ليدلو نۀ وۀ. پروګرام ته د خانه فرهنګ بلډنګ ته زۀ احتجاجاً نۀ تلم ، ځکه چې هغوئي په دروازه کښې د مشرانو هم تلاشي اخسته . دوه ورځې پس په فېس بک يو شور جوړ شۀ چې اعظم صېب د دې فاني دنيا نه کډه يوړه. په سحر مې د رځړو په اديره کښې په تابوت کښې وليدو. ټوله ملامتيا مې په ځان اووائيله. په دې خبره ډېر زور راغلو چې هغۀ ما سره ليدل غوښتل ،خو ما نه غفلت وشۀ. او د زمانے د دې لوئې نابغه شاعر د ژوند اخیري  ديدن نه محروم پاتې شوم۔

يوه ورځ به دې غـــــــــږ وشي علي خانه

چې فلانکي هم لکه ګرد و غبار تېر شۀ


تاريخ ۲۲ نومبر ۲۰۱۲ پېښور


شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف