غزل
له نازه به د پنجو پۀ سرونو ګرځېدله
مغروره به پۀ پاڼو د ګُلونو ګرځېدله
د ښار نازک مزاجه رنګ کښې رنګ شوه هغه مسته
کۀ هر څو به پۀ دنګو دنګو غرونو ګرځېدله
دا پېغله هسې نۀ ده د پيرۍ پۀ بام ولاړه
يو وخت کښې به د پاسه پۀ اورونو ګرځېدله
اوس ناسته دروازه کښې زوړند سر ئې دے نيولے
د خپل ښائيست له زوره به پۀ زړونو ګرځېدله
موده پس چې به زېرے پرې د يار د راتګ وشو
کالۀ کښې به بيا زرقا پۀ ټوپونو ګرځېدله
له تخته چې راپرېوته له تاجه شوه بې تاجه
شها د پښو پۀ ځائے بيا پۀ لاسونو ګرځېدله
د مينې پۀ درک کښې وه له کوره راوتلې
فِطرته زندګي پۀ سړکونو ګرځېدله
ایک تبصرہ شائع کریں