"درده" زره دې کـــــــــــــړم ذرې دې کــړمه" رحمت الله درړ

شاعرې

google.com, pub-6458435959367210, DIRECT, f08c47fec0942fa0

منگل، 16 اپریل، 2024

"درده" زره دې کـــــــــــــړم ذرې دې کــړمه" رحمت الله درړ

 



ـــــ غزل ـــــ


د رقيبــانو د طعنــــــــــــــــــــې دې کړمــه

بـې ننګـــــــــــه يـاره! بـې مــزې دې کــړمه


لا د راتلــــو نېټــه يــې تېــــــــــــره نــه وه

مرګيـه! يــــــــــار تـه بـې وعـدې دې کـړمه


خلـک لـه مـا او زه لـه خلکــــــــــــــو بــدل

خدايـه! د کــــــــــومې زمــانې دې کــړمه؟


څـه عجيبــه ټــــــــــوقـه دې وکــړه پـه مـا

اسـره دې راکـړه، بـې اســـــــــرې دې کـړمه


څـه لاجـــــــــــواب طنـز يـې وکـړو پـه مـا

"درده" زره دې کـــــــــــــړم ذرې دې کــړمه"


رحمت الله درد

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف