سراج الدین سراج "د شعور انګازې"

شاعرې

ہفتہ، 9 مارچ، 2024

سراج الدین سراج "د شعور انګازې"

 


پۀ ژوند کښې  کله  هم  ریا کاري  مې  کړې  نۀ  ده

د  چا   سره   هم   مینه  بازاري  مې  کړې   نۀ   ده


عاصي یم ګناه ګار یم خو پۀ یور رب مې ایمان دے

قسم   دے   د   بندیانو  بندګي   مې  کړې   نۀ   ده


کۀ اوږے یم کۀ موړ یمه پۀ خپل پوزي کښې خوښ یم

یاري دوستي کوؤم خو  چاپلوسي مې  کړې  نۀ  ده 


غمونه خورم دردونه خورم  د  بل حقونه نۀ  خورم

آزار  شوم   خو  د  چا  دل آزاري  مې  کړې  نۀ   ده


د  رب  د  خزانو  نه  راته  ډېر  څۀ  پۀ  لاس  راغلل

چې څۀ ئې راکړل  هغومره خواري  مې کړې نۀ  ده


د   هر  چا   سره   پالمه   وروري   تر   خپله    وسه

د   هیچا  سره   هم   دُکانداري   مې  کړې   نۀ    ده


دا څۀ  چې  تاسو  وینۍ  د  سراج  د  زړۀ  آواز  دے

کۀ هر  څۀ  ئې  ګڼۍ  خو  شاعري  مې  کړې  نۀ  ده


                      سراج الدین سراج

                       "د شعور انګازې"

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف