چا ساده ځان جام ته نسکور کړے دے / سدیر ساده

شاعرې

google.com, pub-6458435959367210, DIRECT, f08c47fec0942fa0

جمعہ، 8 مارچ، 2024

چا ساده ځان جام ته نسکور کړے دے / سدیر ساده

 


کلام

زڑہ مې ګناهونو تک تور کړے دے

نفس د عیاشئ پہ آس سور کړے دے


نیت می ستا د مینی پہ لور کړے وو

نیت می ستا د مینی پہ لور کړے دے 


ځان مـې په پردو غــمنــو وخوړو

ځان مې په ژوندنې د ګور کړے دے


ولی درمند نه شوی د اقصی په درد

ځان ته مې قسم دې پیغور کړے دے


څه به وایو خداے ته د قیامت په ورځ

ښځو په شان ژوند مو په کور کړے دے 


بې له یاره ژوند می په پردی وطـن 

بس په سرو لبمو کښې د اور کړے دے 


چا ساده جام ځان ته نسکور کړے دے

چا ساده ځان جام ته نسکور کړے دے 


سدیر ساده 

عمان صور

05  03 2024

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف