التجا
چـې پـه جـذبـو کښې طـلاطــــم راولي
روغـــــه د نــظــم او نـــاظـــــم راولــي
چې مې پـه روح کښې نغمګي وشوري
چــې د یـادونــــو پـسـرلـــي وشــــوري
د څـو تـرخـو حـقیـقـتـونـو تـــر څـنـګ
وړو وړو شـــرارتـــونـــو تـــــر څـــنـــګ
د دې مــکانــــــه لامــکانـــــه لـــــــــرې
د بــــې ارزۍ د هــــــر امـــکانــه لـــرې
د مـیـنـې کـېــفــه د ښــکلا ســــــروره
د ژونـــد دستــوره د رڼـــا شـــعــــوره
د پــګـــڼ مـستــو هــواګانـــو ســــــره
دبــارانــــه د ګــــډاګانـــــــو ســـــــره
راشــه مــا لـرې پـه بـل لـــور یــوســـه
د دې نـاهـیـلـو نــه مــې نـور یوســـــه
** انورمانېروال**
ایک تبصرہ شائع کریں