نوے کلام
############
ګل پــه ورغـــوی کـښـې لــمـبــې وړې دي
ســپـــرلــی د ګلــــو جـــــنــــازې وړې دي
مــلــګــرو! داســې بـنـــجــاری يــــمـه زۀ
مــا د ړنـــدو ښــار تـــــه ډيـــوې وړې دي
زۀ غــریــبــۍ دومـــره مـحـتـاجــه کړمــه
د خــان خــبــرې مــــې درنــــــې وړې دی
د کلــی پـېـــغــلــې وې مـیَـنــې پــه ځـان
مــــا ورلـــــــه ځــــکـــه آئـيـنــې وړې دی
بــيـا ٸـې زمـونـږ د ســـــر ســــودا وکــړلـه
بــيا ٸې زمـونـږ پـه ســر پــېــسې وړې دي
دا سـتـا خـاطـر رابــانــدې ګـران وۀ،ځـکـه
تـــرخـې خــــبـــرې مــا پــــه دې وړې دي
نــازه بـيـا ستـاســو چـم تـه نــۀ درځـمــه
سـتـرګـي مـې بـیـا پـه ژړا سرې وړې دى
روزی خان نـــاز
کانجو ســـــــــوات
ایک تبصرہ شائع کریں