ښائېست ته ئې حېران, په جئے ولاړ ماځيګرے دے
سکڼے سکڼے ماښام ئې نظر ماتې سپېلنے دے
راکم دې لږ ستم کړه د زغملو توان مې نيشته
غمونو د غنم شانې څيرلې مې زړګے دے
پرواز د تخيل مې مدام کړې ستا په لوري
په سوچ فکر قابضه مې ستا ياد ډېر پخوانے دے
تاريخ به ترې د وخت په ائينه کښې حساب غواړي
خرڅ کړې چا ضمير چې په ټکه يا په انے دے
تعويذ د صبرېدو ورله پکار دے, چې قرار شي
فرهاد د چا په مينه کښې بېخي روغ لېونے دے
Post a Comment