زه خو د ژوند د لارې هغه سرته اورسېدم
ته چرته پاتې شوې اشنا ! زه چرته اورسېدم
چې د خپل کور تيارۀ کښې ګوته قدرې نشم ليدې
څه که! زه والوتمه لاړم لمر ته اورسېدم
اول ئې زلفې کړې خوارې بيا ئې رواړوو مخ
ما وې چې څنګه په ماښام سحر ته اورسېدم
چرته چې مينې د حسرت خاورې په سر نوستلي
زه د سپرلي د بڼ سيلې شوم ور ته اورسېدم
اندېش بابا
Post a Comment