دوران نه خبر نه وم د جهان نه خبر نه وم
يوښكلے مې په خيال كښې ؤدځان نه خبر نه وم
پټكے زما په سر چې خلكو وليدو رامات شول
حديث نه خبر نه وم دقران نه خبر نه وم
چې خدائے رانه تپوس اوكړي نو زهٴ به ورته وايم
انسان وم عجيبه وه دانسان نه خبر نه وم
په شپه كښې دوصال ئې سترګې ډكې وې له اوښكو
زهٴ تږے دديدن وم د باران نه خبر نه وم
منګله! داد عشق نشه ښائيست نه كمه نه ده
جانان راسره ناست ؤ د جانان نه خبر نه وم
اسيرمنګل
ایک تبصرہ شائع کریں