پير روښان/خېرالبیان

شاعرې

بدھ، 6 مارچ، 2024

پير روښان/خېرالبیان

 


پير روښان/خېرالبیان


پوهاند عبدالشکوررشاد دخېرالبیان لغتونه دسرخط لاندې ليکي ، تروسه پورې چې دپښتوژبې اوادب کوم بشپړمتنونه موندل سوي دي په هغوکښې ترټولوپخوانے کتاب ، خيرالبیان ، دے چې پيرروښان اورمړدیوه مذهبي اوتبليغي اثرپه توګه ټولوپښتنوپه تېره بیا خپلوپېروانو(نغوږیو) ته کښلے دے (۱)


یوروسي ليکوال اسلانوف ليکي ،،دروښانیانونهضت دشپاړسم اواوه لسم قرن دپښتوادبیاتولپاره ډېرزیات اهمیت لري دغه حرکت دنووديموکراتي تمايلاتودپېدائيښت سره ډيرکومک کړے دےاوهم یې په پښتوکښې دادبیاتوانکشاف ته حرکت اوډکه ورکړې ده ځکه دروښانیانودنهضت مشران اوهم داراز ددغه نهضت مخالفین مجبورووچې پښتنوته خطاب وکړي اودتبلیغ له لارې ورسره تماس ونيسي اوهم دواړه کېمپونه دې ته اړووچې په پښتوورته اثاروليکي (۲)


بایزیدانصاري معروف په پيرروښان دعبدالله کره په ۹۲۵هـ کښې په جالندهرکښې وزېږېد او په ۹۸۵-۸۶ کښې وفات شوے دے (۳)خپل نوم یې سېراج الدین ووچې موراوپلاریې اصلآ دوزيرستان دمحسودوله کاني ګورم څخه راغلي وو(۴)هغه ځان انصاري باله انصاراصلا دمدينې منورې اووسېدونکي ووچې له حضرت محمد (ص) سره یې دهجرت په وخت کښې مرستې کړې وې اودانصارولقب ورکړل شوے وواولف کېروزیاتوي بایذید دپس منظرله مخې یقينآ چې ارمړووپه خټه که وواوکنه وو.زه فکرکوم ده ځکه ځان انصاري باله چې خپل مذهبي ارزښت اوخلکوته دمنل کېدوچانس زیات کړي (۵) اول سړے وو چې دپښتورسم الخط رده یې بنا کړېده دفارسۍ اوعربۍ نه یې جداکړې ده اوپه پښتوکښې یې ليک دودپه نظم اونثرکښې بیان کړے دے(۶) دا هغه وخت وو چې بابردابراهیم لودهي نه ددهلی تخت اخستے وودمغلودظلم اوجبردلاسه پښتانه ډېرتنګ شوڅوک وطن ته واپس شو اوڅوک پټنه بهارته لاړل کله چې بایذيد دپنځه کالوووچې مغلوجالندهرلوټ کړوپښتانه په بهارکښې د خداداد د جهنډې لاندې جمع شومغلوبیا زوروره حمله وکړه منظم فوج نه ووپښتانه دخوراک اووسلې د نشت والي له لاسه ګډوډشود بایذيد موراوشيخ خداداد هم وطن ته د رسېدوپه نیت د یوې قافلې سره روان شوچې قنوج ته ورسېدل نود بابرزوم دلته راغلے ووده بابرخبرکه ، هغه حکم ورکړه چې ټوله قافله قتل کړئ اومال یې لوټ کړئ خداداد دقافلې نه اووه لکه ټنګې راجمع کړې اودایې بډې رشوت ورته وائې که پېش کش بابرته پېش کړې اوخپله شجره یې ورته اوخوله اودایقین یې ورکړوچې مونږجنګ فسادنه کوووطن ته ځودلته دلوږې مروپس دهغې حکم وشوچې دوي پرېږدئ دغسې دوي کاڼي ګورم ته ورسېده (۷)په پښتنوکښې دغه وخت دعلم خاوندان کم وودپېرانوزوروو،دقاضیانوعلم به فقط دفقهې پورې محدودوواوقاضیان به اکثرداقتداردخاوندانوپه مرسته وود طاقت خاوند به په توره اولس حلالولواوپيرانو، قاضیانوبه ورله د مذهب په پړي تړل که چا به د ظلم برخلاف اوازپورته که نویوخوابه بادشاهي لښکراوخزانه شوه اوبل خوا به ترې بې خبره لمسېدلے ، غولېدلے اولس هغه به ورک اوتباه کړے شو پښتنواومسلمانانوسره داسې شويدي اوکېږي (۸) بایذيد دمشکلاتوله وجې رسمي تعلیم پوره نه کړے شوخود سلوک اته منزلونه شریعت ، طريقت ، حقيقت و معرفت ، قربت ، وصلت وحدت اوسکونت یې ترسره کړه (۹)هغه پنځه کاله په یوه کوټه کښې چېله شوپه ذکرحق کښې به مشغول وواو په دې ورځوکښې بایذيد ، صراط التوحید، وليکلو (۱۰) خوپوهاند مير حسين شاه دلوئ خدائے دسرخط لاندې ليکي بایذید د یوقندهاري پلارله پښته چې په کاڼي ګرم کښې یې استوګنه درلوده په (۹۳۱ هـ ق ) دپنجاب په جالندهر کښې وزېږېد له ملا سليمان کالنجري اوملاپاینده څخه یې زده کړه وکړه اود خپلې تپې له یوه غړي خواجه اسماعيل څخه یې روحاني ګټه واخسته د قندهار، هند اوماوراء نهرپه سفرونوکښې یې په مذهبونواوفلسفه کښې مطالعه وکړه اوله اسلامي پوهنوسره پوره اشناشو.(۱۱) بایذيد خپل تبلیغ دخپل کلي نه شوروکړو په اول کښې یې پخپل ځائے کښې مخالفتونه وشو اونوروعلاقوته په هجرت مجبورشوخوپه لږه موده کښې یې بلها مريدان پېداکړل. د بایذيد څه سخت دريزه مريدان د څوسوداګروسره چې دکابل نه هندوستان ته تلل په بحث کښې وران شوجنګ ته نوبت ورسېد دکابل حاکم عبدالحکیم خان زرسواره راولېږل څه مجذوبان مريدان یې ووژل څه یې ونيول اوکابل ته یې بندي بوتله بایذيد دهغوي دخوشي کولولپاره درخواست ولېږلوخومغلوحاکمانواونورو وزيرانوحکیم خان دې ته تیارکړوچې بایذيد دې ګرفتاریاقتل کړے شي ځکه چې د ده اثراود مغلومخالفت ورځ ترورځه زیاتېږي اوکه زرقابونه کړے شي نود سلطنت لپاره یوه لویه خطره ده (۱۲) دهغې وروستومغلوهغه اودهغه مريدان هيڅ کله هم په راحته نه دي پرېښي اوپرمرګ یې ورپسې وو.اخون دروېزه ليکي چې د محسن غازي په مشرۍ کښې په توررغه کښې دمغلوفوځ د پيرمريدانوله شکست ورکه پيرپیاده په ډېره سختۍ هشتنغرته راورسيد اود لته په کالاپاني یا کلپانے کښې وفات شواوپه هشتنغرکښې دفن شو(۱۳) داخون دروېزه او سید تقویم الحق کاکا خېل په څېرسيد رسول رسا هم ډېرې نامعقوله ، اوپره ، بې د لیله اوسرسري خبرې ليکي هغه وائي دکابل دګورنرمیرزا حکیم تره فرېدون بایذيد ګرفتارکړواوپه هغه یې دمرتدالزام ولګولوخوبایذید دخپلې نوې عقيدې نه انکاري شواود زړې مسلمانۍ اقراریې وکړوفرېدون هغه پرېښودوـ شاید په دې وجه چې قبائیلوکښې بغاوت اونه شي خوبایذید چې تيرا ته واپس شونوپه مغلویې اعلانیه چپاؤنه شوروکړل اوپه کامیابۍ سره خواخرپه ننګرهارکښې داوسني جلال ابادسره نېزدې دمغلوسره په یوخونړي جنګ کښې قتل شو (۱۴) اوداسې نوربې بنیاده دعوې هم کوي اوالزامات هم لګوي چې دهغه ذهني کچه ترې په ډاګه برېښي. شواهد داپه ګوته کوي چې دقاضي خان سره په دغه مناظره کښې بایذید بري شوے وواومیرزاحکیم یې مريد شوے ووبایذید د مغلوسره جنګونه نه دي کړي نه یې دهغوي مخالفت کړے دے بلکښې دهغوي سره یې ښه مراسم وواواکبربادشاه یې هم دعوت قبول کړے اوخپل پيریې نېولے وو. د حالنامې تذکره داخون دروېزه دغه وېنا دروغ په ګوته کوي په حالنامه کښې داسې دي ترجمه دفارسې نه ، اخرپيردستګيرقدس سره له هغه سرزمینه روان شه اودیوسفزوملک ته یې تشریف یوړوڅه موده یې دیوسفزوپه ملک کښې تېره کړه درسالت پناه له هجرته په ۹۸۰ تاریخ دوست سره واصل شود تجهیزاوتکفین نه پس یې دهغوي مبارک قالب په صندوق کښې واچولواوپه هغه نواحوکښې یې دفن کړو( ۱۵)


حافظ عبدالقدوس صاحب پخپله مقدمه کښې داخون دروېزه اودبستان مذاهب دالزاماتودتفصیل نه پس دهغوترديد کړے دے (۱۶) د اخون دروېزه بیانات هسې هم داعتباروړ نه دي ځکه تروسه چې مونږته داخون دروېزه کوم کتابونه رارسېدلي دي دادهغه خپل تحريرنه دے بلکې مخزن ، تذکره اوارشادالطالبین درې واړه دهغه دمشرځوي حضرت میاعبدالکريم (کريمداد)صاحب له قلمه راوتلي اویا ممکن ده بل چا ليکلي وي اواخون دروېزه ته منسوب شوي دي (۱۷) عبدالحي حبيبي ليکي روښان پيردافغانستان په تاريخ کښې د هند دمغلیه امپراتورانومخې ته ددغسې اتل ځائے لری چې دخپلې روحاني ډلې څخه دوګړودنجات لپاره دشهنشاهانودبریالیولښکرو مخې ته درېدلی ، جنګېدلی، بریالی سوی ، مات سوی اووژل سوی دی (۱۸) دحبيبي صېب خبرې هم دمنلووړنه دي ځکه په روښاني ادب کښې دروښناۍ تحريک دسیاسي اړخ په باره کښې هيڅ نشته د بایذید تحريک بلکل یومذهبي تحريک وومغلوسره دتوئې قبيلې وړمبۍ ډغره هم دمذهب په نامه شوې وه (۱۹) په حالنامه کښې دي چې اکبربادشاه دبایذيد انصاري مرید وو روایت دادے ژباړه ، اکبربادشاه چې صراط التوحید وليدو وې فرمائیل چې ما شيخ ۰بایذيد انصاري ) په پيرۍ قبول کړواوهرخدمت چې ماته وفرمائي په ځائے به یې راوړم بیا یې دپيردستګیر(بایذید انصاري ) دپاره څه هدیه راولېږله اوخلیفه ( دولت چې دچاپه لاس صراط التوحید لېږلے شوے وو، دولت شېخ د بایذيذ روښان ځوئے وو ) ته یې هم خلعت وبخښلو. بلکښې دیوسفزواودلازاکونه یې هم دپيردستګيرټول ملګری راخلاص کړي وودله زاک یې د هغوی لپاره ټول جلاوطن کړه یوسفزي یې څه ووژل اوڅه یې قېد کړل(۲۰). او دغه د دوستۍ مراسیم ترډېروخته په تاریخ کښې روښانه ليدے شي ،، د جلال الدین روښاني ځوے اودپيرروښان لمسے اله داد دجهانګیرپه پوځ کښې څلور زري منصب اودرشید خان لقب درلود. دهغه ځوے الهام الله خان دخپل پلاررشید خان دوفات څخه وروسته دمغول شاهنشاه اورنګزيب په دربارکښې درې زري منصب اودرشید خان لقب درلود.دغه راز دجلاالدین روښاني بل ځوئي هادي داد خان ترمرګه پورې دمغل شاه جهان منصبداروو دجلاالدین روښاني دریم ځوئے میا داد ترمرګه پورې د مغلو په دربارکښې منصب درلود. د دوي څه خلک د مغلوسره وران هم وو لکه دشیخ عمر ځوئي اودپير روښان لمسي احداد او دجلال الدین ځوي کریم داد دمغلو دشاهنشاه د فوځيانو اوصوبه دارانو دپاره دپښتنو سیمه سره تبۍ کړې وه دا وخت دپښتنوزیاتره قبیلي دروښانیانو دمشر، احداد د ځوي عبدالقادر اودجلاالدین د ځوي کریمداد ترمشرۍ لاندې راټول شوي ووخو دمزې خبره داده چې روښانی ادبیات دمغل جهانګیراوشاه جهان په خدمت کښې ولاړدجلال الدین ځوي رشید خان اودهغه وروڼو اوميرزا خان ته دغلیم په سترګه نه ګوری قدم اپرېدي چې دمغلي دربار یو طرفدار قومي مشروو اودخېبردلارې ساتنه یې په غاړه وه یاغي شوهغه اودهغه ملګري اسحاق داحداد روښاني متبعت ونه مانه جهانګیرد قدم اوداسحاق د ښورښ د ځپلو لپاره د رشید خان څخه مرسته وغوښته اوهغه ميرزاخان انصاري ته وليکل چې دروښانیانوپه مرسته دقدم او اسحاق چاره وکړي هغه دوي دروښانیانوپه مرسته دمینځه یوړل ددې پېښې په اورېدو سره جهانګیر ميرزا خان انصاری ، دجلاالدین ځوي میاداد اودحالنامې د مولف ابوبکر منصبونه زیات کړل * کوم تاؤ تریخ والے چې دمغلو سره په ډاګه شوے دے هغه دروښاني غورځنګ اودمغلوترمينځ نه دے بلکښې د داشخاصودشخصي ګټو لاس ته راوړلولپاره دے ځکه چې دغه وخت څه روښانیان دمغلو ملګري اومنصب دار دي اوڅه دمنصبونولاس ته راوړلولپاره مخالف. قلندرمومند دې تحريک ته ، ملي یا دبزګرووتحریک وئيل خیال انګېزي بولي (۲۱)


کوم سیاسی اغراض چې بیان شوي دي هغه واړه داخون دروېزه دخلې دي نه چې د پېرروښان یا دروښاني غورځنګ دبل غړي له اړخه ، اخون دروېزه ليکي دغه لاپه یې پخله کړه چې بادشاه د پښتنویم پښتنولره به ښه کړم پښتانه راپسې ځي زه به ماتې داګرې اودسکرې دروازې کړم ، یا بل ځائے الزام لګوي چې بایذید وائي لښکرې به کړم بنیادې ، هندوستان به ونیسمه اوازې یې کړلې ګډې هرچې اس لري راځئ آس په ماپورې باسئ ، د اکبربادشاه ټنګي واړه زمادي ، دوه ګونه به درکوم دغه ښا دي (۲۲) محترم قلندرموند ليکي ، حالنامه د بایذید انصاري له وفات له ذکره مخکښې دمغلواواپرېدوترمینځه دجنګ واقعات بیانوي داپرېدوله خواخېبرسره دمیرزا سلیمان په لښکردحملې په باره کښې وائي چې هرکله پيردستګیرله دې واقعې خبرشوهغه طائفې ته یې سرزنش وکړودلته له یوې واقعې هم دانتیجه نشې وتے چې بایذید انصاری اواپرېدیواورکزیووغېره ترمینځه په جنګونوکښې موجود ووبلکښې بایذید انصاري دمغلوسره جنګ کول نه غوښتل (۲۳) د بایذید خېرالبیان په څلوروژبوکښې ، عربۍ ، هندۍ ، فارسۍ اوپښتو) ليکلے دے اواخون دروېزه پخپل کتاب تذکره الابراروالاشرارکښې ليکي بایذيد یوکتاب ليکلے چې نوم یې خېرالبیان دے د ده دادعوه ده چې زما د مدعا سره سم دخدائے تعالی له جانبه نازل شوے دے (۲۴) خود روښاني ادبیاتوپه ټول تاريخ کښې دغه دعوه په لاس نه راځي، محترم قلندرمومند ليکي چې اخون دروېزه چې کوم خېرالبیان لوستے وي هغه دا نه وو بل وو اونورڅه پکښې وو ځکه هغه دا ګستاخي کړېده خود اخون دروېزه خپل کتابونه دا په ډاګه کوي چې هغه یو لاعلمه سخت درېزه اوغېرمعتدل سړے وو. خوشحال خان خټک وائي


یوکتاب دے دروېزه سره جوړکړے دسوات خلک یې له کل عالم موړکړے


نامعقول مجهول بیان پکښې بې ځایه پکښې بد دسید وایه یزید ستایه (۲۵)


دروېزه چې بیان کړے خپل کتاب دے نوم یې مخزن الاسرارکړے جناب دے


هربیان یې ناموزون مجهول بې رنګه خالي پاتوله دانشه له فرهنګه


هغه وخت چې پيرروښان فساد بنیاد کړ پښتنوورسره ټينګ کارد فساد کړ


دروېزه له یوه لوریه راپېداشه په لږعلم په داملک کښې لوئ ملاشه


چې یې حال ددې عالم مشاهده کړ خپل کتاب یې په کاغذ مسوده کړ


د روښان خيرالبیان یې ووليدلے هغه هم مجهول بیان وونا پسندلے


 


* https://sites.gogle.com/site/wrazpanna/zazai007


که دخوشحال خان خټک دغه پورته شعر دکتابت غلطۍ نه لري یا پکښې بل چا ګوتې نه وي وهلې نوداسې برېښي چې هغه خيرالبیان نه دے لوستے ځکه چې دهغه په واړه دېوان کښې دپيرروښان اود خيرالبیان دوه درې ځله ذکرشوے دے خود خوښۍ ناخوښۍ لپاره تفصیل اودلیل نه لري پدې شعرکښې که د ، یې ليدلے ، په ځائے ، مې ليدلے، وے نوهم سمه وه خودلته معنا هم دا ورکوي چې دغه خيرالبیان اخون دروېزه ليدلے وواوناپسندلے وو نه چې خوشحال خان.


دروېزه د دروېزې اوګره خوړلې په دامکریې حلوا سره لړلې (۲۶)


دپيرروښان په حواله د همیش خليل مرتب کړې ، سوات نامه ، کښې دغه شعر داسې دی


د ه روښان خيروالبیان یې وو ليدلی


د هغه په مضمون نه ووپوهېدلی


نورد طوالت له وجې ترې ډ ډه کوم. اکبرکرګرليکي ، حال داچې د بایذيد روښان په ټولواثاروکښې هيڅ کله چاته مشخصي بدې ردې نشته بلکښې له عامومسائیلوسره چلندکوي . خودروېزه هڅه کوي چې په خپلواثاروکښې د بایذيد روښان داسماعلیه عقایدوپه ارتباط غېرعلمي غېرمستند اوناروا تورونه ولګوي .اخوند دروېزه په تذکرة الابراراو هم په مخزن کښې دپېرروښان په اړه ناوړه کلمات استعمالوي اوهم زیات عقيدتي شیان پرې یاخوتورلګوي اویا یې ورته منسوبوي (۲۷) پاتې شوه داخبره چې هغه نورې نسخې وي نوددې قیاس غوښتنې بېښي اړينې نه دي اونه یې څوک اثبات کولے شي چې هغه نسخې څه شوې اونه مونږد اخون دروېزه دسپکوسپورو وېناګانواوبې دلیله دعولپاره بل کوم فکرته ژمن یو،قلندرمومند زیاتوي چې دخيرالبیان چاپي اوعکسي عبارت پخپله هم داشهادت ورکوي چې دقران کريم ایاتونه ، احادیث ، اود، هادي ، اقوال دعبارت په مينځ کښې راننويستے شوي دي دمثال په طورداعبارت ولوئ،


،، او بایذيد – زه به دخپلې فرښتې وته کړم فرمان چې نه کښې تپه دبدکاران له تپې دنېکوکاران ادمیان – وکُل شيءٍ فضلناهُ تفصیلاُ(وهرچيزے راعیان کردیم بیان کردني) په قران کښې دي عیان – ( ۲۸)


که مونږدغه ، ایاتونه ، احادیث اودهادي اقوال دپښتوعبارت نه وباسونوعبارت به داسې پاتې شي


،، او بایذيد – زه به دخپلې فرښتې وته کړم فرمان چې نه کښې تپه دبدکاران له تپې دنېکوکاران ادمیان - په قران کښې دي عیان –


دحسد ، کينې اوبغض خاوندا پدې پوهېدلے شي عبارت پخپل اصل کښې ډېر سوتره بامعني اوبا ادبه دے چې ليکونکي دخپلوغوښتنولپاره په ډېرهنرمندانه ، مصلحانه اومبلغانه اندازکښې تحريرکړے دے. قلندرمومند هم وائي چې که د افارسي اوعربي عبارتونه دپښتوعبارتونوله مينځه وويستے شي نوعبارت معني داراوبې تکلفه شي (۲۹)


خېرالبیان په مسجع نثرکښې ليکلے شوے دے .په عربۍ اوفارسۍ کښې مسجع نثراته سوه کاله دمخه رقم شوے دے ددغه مسجع نثرنمونې په عربي ادب کښې دالعتبي تاریخ یميني اودابوالفتح بستي اقوال دي اوپه فارسي ادب کښې مقامات حميدي اوځني منشات دي چې ګرده دافغانستان په سيموکښې کښل شوي دي (۳۰) بایذيد ددغه سبک دغوره کولوسبب یوالهامي غږ ګڼي چې ده ته وئیل سوه !


،، اوبایذیده ! وکښه خيرالبیان – په هغه هسې الحان ـ چې یې به لوست سوره رحمن ،،(۳۱) روښانیان داکتاب یوالهامي کتاب ګڼی خواسماني صحيفه یا کتاب یې په هغه معنوکښې نه مني په کومومعنوکښې چې نورمسلمانان تورات ، زبور، انجيل اوقران کريم ګڼي په دې سلسله کښې حالنامه اود روښانیانوټول معلوم کتابونه ددې الزام په ډېرې سختۍ سره ترديد کوي (۳۲) قاضي خان په کابل کښې د بایذيدروښان سره په مناظره کښې پوښتي خلق ستا په باره کښې وائي چې ته دادعوه کوې چې په تاباندې یوکتاب په وحي نازل شوے دے چې په څلوېښتوموضوعاتومشتمل دے ؟ هغه ځواب ورکوي داد حاسدانوخبره ده چې صحيح نه ده ځکه چې زه وایم ، په تحقیق سره خدائے پاک زما په زړه د الهام په طریقه یوکتاب القاء کړے دے چې نامه یې خېرالبیان ده اوپه څلوېښتوموضوعاتومشتمل دے (۳۳) له دې اورېدو وروستوميرزاحکیم دهغه مرید کېږي (۳۴) حالنامه کښې د بایذید روښان پښتوشاعرۍ ته د بخښنوپه باره کښې چې کوم تفصیل بیان شوے دے هغه دډېرواهمونتائجوحامل دے حال نامه وائي ،،ترجمه ، اوبله دا چې اګاهوپه پښتوکښې د دوه درې بېتونه زیات شعرنه وواوپيردستګيرقدس سره په پښتوقصيدې ،غزلونه ، رباعیانې ، قطعې اومثنویانې جوړې کړې اود پيردستګيرله طفله دهغه ځامنواومریدانودېوانونه جوړکړواودحقائقواومعانیوملغلرې یې وپئيلې اوځني افغانان چې ددې خاندان مريدان نه ووچې ددوي شعراوکلام وليدنوددوي تقليد او تتبع یې وکړه ،،(۳۵)


دخېرالبیان مسجع نثر


بسم الله الرحمن الرحیم


په نامه دخدائے چې بخشائنده دے مهربان – په انمه دخدائے (چې ) خدائے دے عیان – اغازدکتاب-


اوبایذید - زماډېرسترصفت وکښه ـ خوښي مې پېداشي چې زما ډېرسترصفت وائي ادمیان - ؛وره – زما تسبیح وائي چې زما په مزکه کښې دي (یا) په اسمان – نشته هيڅ بېرون چې زما تسبیح وائي ته باورکړه په دا بیان –


زه عامي مېړه یم (۴۶) په څه ستا ډېرصفت وکښم اوسبحان!-


اوبایذید – دخپلې پوهې په اټکل یې وکښه – تمام –


ته دانا یې اوخالق یې دمخلوقان – ته ژغروے یې دواړه مخلوقان - ----------


وکښه په داکتاب صلوات په خاتم دانبیاء چې محمدٌ دے (۵۱) اوپه واړه پېغمبرانوچې ددوي دی پسې روان – ومې که رحمت اوبرکت په تااوستا په پس روانوپه محبانوچې وي نغوږي (۵۲)په دا زمان – په تادې وي اعلام –


اوبایذید-(۵۳) وکښه خېرالبیان – چې یې لولي ادمیان (۵۴) په هغه هسې الحان چې به یې لوست سورت درحمن (۵۵)


دغه تسلسل دکتاب تراخره پورې په اعتدال سره سرته رسېدلے دے دخدائے پاک ورکړې ، هدایات ، اوسپارښتنې دي اود بایذيد روښان عجز،انکسارواطاعت.د اسلامي تعلیماتوسره سم تقليد کوي اودخدائے دنافرمانولپاره دخدائے له اړخه دغه وعيد راوړي .

تروبه زه وخپلې فرښتې وته کړم فرمان چې ورته وایه اے زیان کاره باوردې نه که په کتاب دخدائ اوچار دې نه کړه په دا ایت یوم ينُفِخَ فِى ٱلصُّورِ فَلَآ أَنسَابَ بَيْنَهُمْ يَوْمَئِذٍۢ وَلَا يَتَسَآءَلُونَ (۱۶۶) تروبه ورته وایم وده وته (۱۶۷) زما لعنت په تا او وخپلوفرښتو، پېغمبرانو ودوستانودلارې وتښتنواوپرواړه دعرصات وعالمووته به کړم فرمان چې و ده وته وايئ چې لعن دخدائ په تا یا فلان دفلان (۱۶۸) چې چاره دې کړه دشيطان – چې یه بې تله بې ليده بې زدکړې اوبې د نبي د کردې دې په دروغ وئيل چې زه پيریم تمام اومال دې حصلاوه په دنیاکښې دپيرۍ اوپښت په بهنه حرام – (۱۶۹) دسړي دې غلاوه مال وایمان – نشته تالره ددغه پسه بېرون دسختۍ له تپې دشېطان (۳۶)

پسې داسلامي شریعت اساسي اواسلامي تعليمات مذکوردي اودهغې وروستوتصوفي معلومات یا تعلیمات دي.

څېړن مل دکتورسېدال شاه دلواڼي دولت د سرخط لاندې ليکي ، عرفاني طرزتفکرپه پښتوادب کښې جوت رول لوبولے دے اود پښتوژبې ادبي پانګه یې دکمیت اوکيفيت له مخې غني اوخوندوره کړې ده ددې جهان بينۍ چې دخپل مادي اومعنوي چاپېریال زېږنده ده دروښانیانودادبي نهضت دپېروانواوارادتمندوپه افکارواواثاروکښې په مسلکي ډول تبارزکوي (۳۷) عرفاني طرزفکر یا تصوف په پښتو ادب کښې دروښاني غورځنګ ځانګړنه ده څېړنمل دکتورسېدال شاه دتصوف په اړه ليکي دا دانساني افکارواوعقایدوهغه خوا ده چې په هغې کښې یوازې یوحقیقت په ګوته کېږي اوانساني روح دیوه دائمي اوبې زواله حقیقت یوداسې جزبولي چې په موقتي ډول یې دانسان په جسم اوتن کښې ځائے نيولے دے دا چې دلوئ روح دا زره اودا برخه په یوه تپه تیاره تروږمۍ کښې را ايساره شوې ده داروح ( دلوئې روح دا وړه برخه ) تل په دې هڅه کښې ده چې دمادي تپ اوتیاره تن څخه ځان خلاص اود ،لوئ روح ، سره یوځائے شي دتصوف دتعليماتوپه اساس ګوښه کېدل ( ریاضت ، ترک دنیا ) یوازينۍ لاره ده چې انساني روح له دې تپې تیارې څخه را وباسي اودحقیت پړاؤته یې ورسوي

دهمدې مفکورې اوايډیالوجي علم بردارانوته ددنیا غم اوښادي ربړاوځوراوداسې نور بې تفاوته ليدل کېږي داسې کسان دځمکني ژوند په باره کښې فکرکول اوځان ستړي کول بې ثمره بولي اوهغه غندي ( لواڼي دولت ، الف) دغه ګوښه کېدل دیوافسانوي وجود سره ديوځائے کېدولېوالتیا اوترک دنیا تعلیمات روښاني غورځنګ دپښتوادب برخه ګرځولې ده .اکبرکرګرليکي بایذید روښان هم د نوروشرقي متصوفینوپه څېرهيڅ بېروني قدرت ته نه تسليمېږي دیوه پوه په قول دشرقي صوفي اولوېديځ انسان دواړود پرومته دارالامان لاره غوره کړې اوپه دوو اساسي ټکوکښې سره دعمل اونظراشتراک لري ، لومړی داچې دواړه سرنوشت ته نه تسليمېږي بلکې ورسره پنجه وهي ، هيڅ بېروني اقتدارنه قبلوي اودلاس برو سیاسي ، مذهبي ، قدرتونوپه وړاندې عصیان کوي دخپلې ارادي په قوت اوځانګړتوب سره هڅه کوي چې پخپله دژونداوهستۍ معنی پېداکړي اویایې ايجادکړي دواړه دمعنی هستونکي اوايجادونکي دي اود مانا د پېدا کولوايجادولوپه هڅه کښې ځان مومي اوځان هستوي ، دوهم دواړه لوړمقام ته درسېدوهيله لري چې هدف هم هغه په کمال کښې دخپل شعورتحقق دے اودغه تحقق درباني طبیعت انفجاراوانفلاق دے چې په انساني مجودیت کښې ترسره کېږي (۳۸) داکبر کرګررائې ته په صداحترام خوچې کله مونږد بایذید افکارواوتعليماتوته زېرشونوهغه په اول سرکښې بېروني طاقت تسليموي اوبیا دهغه په ارشاداتودهغه دخوښۍ سره سم سرتسلیم خم اودبېروني طاقت دغوښتنوپه اړوند بې له څه ځنډ اوسرغړاوي ددغه تعليماتوتبلیغ کوي اومعنې ورته راپېداکوي ،خپله هستي دهغه په رضا کښې ورکوي اوخپل سرنوشت له لاسه ورکوي دا هغه ځائے دے چې مونږوئیلے شو بایذیدروښان مونږته دخپل سرنوشت ټاکلوپه ځائے دځانه دپردي توب درس راکوي اومونږدخپل ځان دځان نه ډېرلرې پرېږدواودبل په لمسه دخپل اوسني موقیعت په ځائے دځان معنې هلته لټووچرته چې مونږپه واقیعت کښې نه یواونه به شو.

ماخذونه

۱: خيرالبیان مخ ۴۳۸


۲: دروښانیانوملي نهضت مخ ۱۹


۳: دخيرالبیان تنقيدي مطالعه ،یو، مخ ۱۶


۴: پښتانه مخ ۳۰۳


۵: هم دغه مخ ۳۰۴


۶: روښانیان دمغلوتاریکیان مخ ۱۲


(پيربابا ) سیدعلي ترمذي دمغلودتيمورګرګان سکه خورئے دے (روښانیان دمغلوتاریکیان مخ ۱۱)


۷: روښنانیا دمغلوتاریکیان مخ ۲۱


۸: هم دغه مخ ۱۱


۹: هم دغه مخ ۲۳


۱۰: هم دغه مخ ۲۵


۱۱: خيرالبیان ، الف ،


۱۲ روښانیان دمغلو تاریکیان مخ ۳۱


۱۳: هم دغه مخ ۳۳


۱۴: ارمغان خوشحال مقدمه ۱۲


۱۵: دخيرالبیان تنقيدي مطالعه مقدمه مخ ،کا،مخ ۲۱


۱۶: هم دغه مقدمه مخ ۳۳


۱۷: دمخزن مقدمه ص-لج


۱۸: خيرالبیان ، سريزه،دروښان پير عصراودده غورځنګ


۱۹: دخيرالبیان تنقيدی مطالعه مقدمه مخ ۴۲


۲۰: هم دغه مخ ۴۸


۲۱: هم دغه مخ ۴۶


۲۲:مخزن مخ ۱۳۳


۲۳: دخيرالبیان تنقيدي مطالعه مخ ۲۰


۲۴: هم دغه مخ ۶


۲۵: ارمغان خوشحال مخ ۱۰۲۷


۲۶: هم دغه مخ ۱۰۳۳


۲۷: په حالنامه کښې دبایذیدروښان عرفاني اوفلسفي څېره مخ ۱۲۸


۲۸:دخېرالبیان تنقيدي مطالعه مخ ۷


۲۹: هم دغه مخ ۸


۳۰: خېرالبیان مخ ۲۴


۳۱: هم دغه مخ ۲۵


۳۲: دخيرالبیان تنقيدي مطالعه مخ ۷۸


۳۳: خېرالبیان مخ ۹۲/۹۳


۳۴: په حالنامه کښې دبایذیدروښان عرفاني اوفلسفي څېره مخ ۶۳


۳۵: دخېرالبیان تنقيدي مطالعه مخ ۱۴۰


۳۶: هم دغه مخ ۲۱۵


۳۷: ددولت لواڼي ديوان /لواڼي دولت ،ب


۳۸: په حالنامه کښې دبایذیدروښان عرفاني اوفلسفي څېره مخ ۱۱۳

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف