***** غــنــې خــان ******
د سینــد د سپینــو شــګـو نه مې جوړ کړو یـو محل
دې ټــول خــرګي جــهان ورتـه حېران حېـران کــتل
قالیــن مـې پــکښـې خـور کړو دَ سـرو پـاڼـو دَ ګلاب
اوچــــت يــې دېـــوالـونــــه وو ســازونـــــو دَ ربـاب
بــیا رنــګ مــــې ورلــه ورکـــړو دَ خـوبونو دَ شـباب
هــــر ګل مــې ورلــه راوســتـۀ مـالیار مې کــړو بلبل
دې ټـول خــرګي جـهــان ورتــه حېـران حـېران کتل
نرګس مې په غېږ راوړو هـم مېـلمـه مې کړو رامبېل
دَ څانګو دَ شبنم نـه مـې ښائـسته جــوړ کــړو امـېل
نــسـیـم پــه خـنـدا راوړل زیــړ ګلـونـه دَ چــامبـــېل
شــــراب مــې ورلــه ورکــړۀ بــیا دَ اوښـکو دَ بـلـبــل
دې ټــول خــرګي جـهان ورتـه حېـران حېـران کتـل
رڼــا مــې دَ سپــوږمۍ کــړه د زهــر'ی پـستې غزلې
خــنــــدا تــــه دَ تـنـــزرو ښـکلــې زرکــې ګډېــدلــې
دَ ستـــورو مستــې سـتــرګــې غلـې غـلې رپــېــدلې
ورو ورو پرې مستي راغله دَ خدایې اور يې کړو بل
دې ټـــول خــرګــي جــهان ورتـه حېران حېران کتل
یــواځــې زۀ بادشــاه ومـه پــه ســر مـې تـاج دَ غـم
په خوا کښې مــې دلبـره وه مـسکۍ سـترګې پُر نـم
پــه غــاړه يــې امېــل ښــائسته دَ څـاڅـکــو دَ شبنم
ماشــومــــه نــازنیــــنــه پـاکـــه ښــــکلـــې لکـــه ګل
دې ټـــول خــرګي جــهــان ورتـه حېران حېران کتل
دَ سیـنــد د سپـینــو شـګـو نـه مې جوړ کړو یو محل
دې ټــــول خــرګي جــهان ورتـه حېـران حېران کتل
غنی خان
ایک تبصرہ شائع کریں