رحمت شاه سائل ــــ د رڼا بله ډيوه

شاعرې

اتوار، 31 مارچ، 2024

رحمت شاه سائل ــــ د رڼا بله ډيوه

 


رحمت شاه سائل ــــ د رڼا بله ډيوه


رحمت شاه سائل د پښتون قام هغه بې بها اثاثه ده څوک چې د پښتنو نه د پښتو د پاره خېر غواړي ـ رحمت شاه سائل صېب فقط يو سړے نۀ دے بلکه يوه اکيډمی ده ـ د دوي فن او شخصيت دواړه د قدر وړ دي او د ګفتار سره سره د کردار پۀ سرير متمکن شخصيت لري ـ واضحه سياسي سوچ او د خپل ضمير عدالت ته د مخامخ کېدو لوړه حوصله لري ـ 

    هغۀ پۀ ژوند کښې مدام د نامساعدو حالاتو سره مخ پاتې شوے دے ـ د پښتون قام د سرلوړۍ او سوکالۍ د پاره ئې د قيد و بند سختۍ زغملي دي او پۀ هر قدم ئې د پښتون قام مثبت نمائيندګي کړے ده او لا لګيا دے کوي ئې ـ 

       هغه د پښتون قام د ښې ورځې آرزومند دے خو دا هم ورته پته ده چې استعماري قوتونه د پښتون قام د لارې دېوال دے او مخ پۀ وړاندې تګ کولو ته ئې نۀ پريږدي ځکه خو سائل صېب وايي چې


پۀ خپل وطن کښې جنګ را پۀ سر دے

دلته هم زۀ مرم هلته هم زۀ مرم

پردے غوبل دے  پردے اشر دے  

دلته هم زۀ مرم هلته هم زۀ مرم


د خوږ ترنم شاعر رحمت شاه سائل صېب د نوم تر حده زۀ د هغه وخت نه پېژنم کله چې مې حوش سنبهال کړے دے ـ پۀ مشاعرو کښې به مې ليدۀ او اورېدۀ خو زۀ ئې بيخي نۀ پېژندم ـ بيا روستو زۀ هم پۀ تېر عمر شاعر شوم او دوه کتابونه "پهې پۀ پرهر" او "داغونه مې خالونه کړل" مې پۀ دوه زره پنځلسم او دوه زره شپاړسم کښې چهاپ کړل ـ کله چې مې پۀ دوه زره اولسم کښې د شاعرۍ د دريمې شعري ټولګي د چهاپ د پاره وزرې وتللې نو پۀ زړۀ کښې مې دې خيال غزونې اوکړې چې د کتاب پۀ شاپاڼه کۀ د رحمت شاه سائل صېب تآثرات واغستے شي نو هغه د چا خبره چې "سم چک به واچوي" خو جرآت مې نۀ شۀ کولے ځکه چې هغه ډېر لوئے شاعر دے نو ځکه ويرېدم چې هسې نۀ سائل صېب مې شاعري خوښه نۀ کړي او بېنوا مې را او نۀ ليږي خو د ډېرو فکرونو نه پس مې پۀ رب توکل اوکړو او ورتير درګۍ ته سائل صېب له د خپل نوي کتاب مسوده پۀ لاس لاړم او خپل چهاپ بره ذکر شوي کتابونه مې هم ورله يوړل ـ دا کال دوه زره او اولسم ؤ ـ

    سائل صېب راته تود هرکلے اووې،ډېر بې تکلفه راسره مشغول شۀ ـ کتابونه او مسوده ئې رانه پاتې کړل او راته ئې اووې چې کله مې ليک اوکړو نو درته به فون اوکړم،را به شې او تآثرات به يوسې ـ زۀ د سائل صېب ليک ته لکه د روژې د تګي د روژه ماتي پۀ انتظار وؤم او آخر هغه ورځ راغله چې زۀ د سائل صېب حجرې ته لاړم ـ شپۀ ئې راسره پۀ خبرو روڼ کړه او د سحر د ناشتې نه پس ترې پۀ ډکه منګول را رخصت شوم ـ پۀ لاره مې د سائل صېب تآثرات بار بار لوستل آن چې پۀ يادو راته ياد شول او پۀ لاره لاره مې د موبائل پۀ نوټ کښې کمپوز هم کړل ـ ځکه چې ځان سره مې ملګرے ډرائيور بوتلے ؤ او د ګاډي چلولو د زخمت نه آزاد وؤم ـ

بيا څۀ وؤ، پۀ مياشت کښې به يو ځل ضرور ورتېر ته تلم او شپه به مې ورسره تېره وله ـ د سائل صېب سره ناسته زما نشه جوړه شوه او لا تر ننه د سائل صېب د ملاقات پۀ دغه نشه اخته يم ـ

      ما د سائل صېب نه ډېر څۀ ذده کړل ـ پۀ خينو خبرو مې د عمل کولو توفيق هم موندلے دے او پۀ خينو لا نۀ ـ

    د سائل صېب د ټولو نه لوئے عظمت دا دے چې پۀ واقعاتو خبره کوي پۀ شخصياتو نۀ ـ يعني د چا عېب جوئي بيخي نۀ کوي بلکې چې څوک ئې خوښ نۀ وي نو د هغۀ خو هډو ذکر نۀ کوي لکه چې هډو پيژني ئې هم نۀ ـ زۀ چې کله ورتېر ته لاړ شم نو تر سحره راته ډېر تاريخي واقعات داسې پۀ مدلل انداز بيان کړي چې د خبرې وېخ ته مې اورسوي اړ داسې ورته غوږ غوږ يم لکه مار چې بيم ته مخامخ وي ـ 

     سائل صېب له الله پاک حکم منونکي زامن او نوسي ورکړي دي چې بې لۀ څۀ ستړيا د مېلمنو پۀ خاطر مدار کښې بيخي پاتې نۀ راځي ـ

سائل صېب د پښتون قام د بنيادي ستونزو نه خبر دے ـ هغۀ ته پته ده چې پښتانۀ بچي د دومره ډېرو وسائلو لرلو باوجود پۀ ديار غېر کښې د عربو پۀ شګلنه زمکه پۀ سرو غرمو د خولو وينو پۀ بدل پۀ ټوک ډوډۍ پسې مسافر دي ـ دغه مجبوري پۀ دې ډول سندره کوي او وائي


چې کيني نورو وطنونو له زلمي لويه وي

مئيندې لېونۍ دي نادانې دي

او بيا وائي چې 


ما نه جانان غوښتي سپورو څڼو له ګلونه پسرليه ....چرته خو زمونږ کلي ته هم راپېښه اوکه


سائل صېب پۀ دې هم پوهه دے چې کله د وطن واګې د وږسترګو او خود سره چارواکو پۀ لاسونو کښې ورشي نو ټولنه د زوال ښکار شي ـ د دغه خطرې پۀ تناظر کښې وائي چې


 رهبري فن وي او رهبر لکه فنکار د ژوندون

داسي منصب په جوارګرو د سپارلو نه وې

تجربه بویه تجربه  تجربه بده نه وي

خو ځني تخم په پټو کښې د کرلو نه وي


د پښتون قام د ناپوهۍ او بې اتفاقۍ منظر کشي داسې کوي چې


د سر د ډېرېدو دعا دې ما غوښته لۀ خدايه......پښتونه چې لښکر شوې زما نۀ شوې د مُلا شوې ـ 


پۀ دغه شعر کښې سائل صېب د بېټ نيکه هغه دعا طرف ته اشاره کړې ده ـ کومه چې بېټ نيکۀ د پښتون قام د پاره غوښتې وه ـ کاش چې بېټ نيکۀ د سر د ډېرېدو د دعا پۀ ځائے پښتون قام له د عقل او شعور پوهې دعا د رب نه غوښتلې وے نو نن به دا صورت حال نۀ ؤ ـ

سايل صېب د پښتنو ژوندے پير دے ـ هسې خو د پيرانو باره کښې مشهوره ده چې پير هلۀ کامل شي چې مريدان ئې جاهلان وي خو د سائل صېب پيري لکه د نورو پيرانو نۀ ده ـ سائل صېب خپل مريدان د جهالت د تيارو نه رڼا طرف ته د بوتللو ارزښت کوي ـ 

سائل صېب  پښتون قام ته د خپل تاريخ،ادب او کلتور نه د باخبره اوسېدو پۀ نکته زور راوړي ـ سائل صېب پښتون قام ته د مينې اتفاق او ورورولۍ درس ورکوي ـ هغه دوي له ښاده او سوکاله ورځ غواړي ـ خو د پښتنو نه پۀ دې خبره ګيله مند دے چې پښتانۀ اتفاق نۀ لري او غېر غماز ئې د خپلو مفاداتو د پاره کاروي ـ سائل صېب د لر او بر پښتانۀ د يو وجود برخه ګڼي او ښۀ پۀ جار وايي چې 


پېښور او کابل دواړه دوه ياران دي

لکه دوه سترګې پۀ يو مخ د جانان دي


    کله چې سائل صېب پۀ دې پوهه شي چې د پښتون قام دشمنان پښتانۀ مخ پۀ وړاندې تګ ته نۀ پرېږدي نو د خپلو جذباتو اظهار پۀ دې ډول کوي چې.


مونږ خو انتخاب سائله کړے ؤ د نېغې لار

نېغې نېغې لارې چې کږې شي سړے څۀ اوکړي


سائل صېب مونږ  په ړوند عقیدت کې نه یو ساتلي، مونږ ته یې هر وخت د خپلې خاورې د سیاست او د سیاست په نوم د جوړې شوې ډرامې حقیقتونه وخت پۀ وخت بیان کړي دي، مونږ ته ئې د استعماري قوتونو زمونږ په وطن کښې د  پردو جنګونو او نام نهاد جهادونه د ډرامو حقيقتونه پۀ ګوته کړي دي ـ  او راته ئې د شعر پۀ ژبه صفا صفا وئيلي دي چې 


به خپل وطن کې جنګ را په سر دے

هلته هم زۀ مرم دلته هم زۀ مرم

پردے غوبل دے پردے اشر دے 

هلته هم زۀ مرم دلته هم زۀ مرم


د غېرو قامونو د مهاجرت د پېغورونو پۀ بابله ئې وئيلي دي چې پښتون کۀ لر دے او کۀ بر دے خو دردونه او ستونزې او سختې راحتې ئې شريکې دي ـ وائي چې


پېښور او کابل دواړه دوه یاران دي

لکه دوه سترګې په یو مخ د جانان دي

د دنیا د ابادۍ دعوې دروغ دي

چې تر څو د پښتنو کورونه وران دي


د پښتنو پۀ قتل عام د امت مسلمه د خاموشۍ پۀ حقله وائي چې


ماشومان کۀ د مشرق کۀ د مغرب دي

د خندا او د ژړا انداز یې یو دے


د پښتون قام د کډوالۍ انځور ته د شعر پۀ ژبه دا رنګ ګويا شي


سبا به دلته کې سیلۍ د بېلتانۀ چلېږي

زلمي تامبوان راټولوي پېغلې ټالونه سپړي


د سائل صېب شعرونه د پښتون قام د وينې وينې حالاتو ترجماني کوي ـ هغه د مفاداتو د حصول پۀ لړ کښې کله هم د پښتون قام پۀ بربادۍ غلے نۀ دے پاتې شوے ـ تر ننه د خپلو مټو پۀ زور د ژوند د کړکېچنو حالاتو سره مخ دے خو پۀ خپلو مټو ئې هميشه باور  کړې او د ضعف پۀ دې عمر کښې هم د خپلې دغه وظيفې نه نۀ دے غافل شوے ـ نۀ ئې د مراعاتو حاصلولو هڅه کړې او نۀ ئې خپله جګه شمله غورزېدو له ور کړې ـ د مصلحت او مفاهمت توري پۀ خپل لغت کښې بيخي نۀ لري ـ

سائل صېب پښتون قام ته د بېدارۍ پېغام ورکوي او وائي چې


ساز به یې زړونه سیزي سوز به یې بڼونه سیزي

په خپله ژبه کې کۀ خپله ترانه پیدا کړې


او بيا پۀ بوډا تن کښې د نوې توانۍ سره چغه کړي چې


تار د جنون او د شعور د رشتې ولې غوڅ کړم؟

تش سړی نه یم، د یو فکر لېونی هم یم


او يا دا چې


هر لېوني د خپل جنت په طرف لار ونیوه

هیڅوک په خپل اولس راتلونکے عذاب نه پېژني


کومه کومه سانده به ئې بيانوم ـ هر شعر ئې د زړۀ پۀ وينو ليکلے او هر شعر ئې پۀ زړۀ کښې د جذباتو يو بهير پۀ غورځنګ کوي، کله چې د خپل ګل ګل وطن وږي تګي او لوڅ لغړ زلمي د عربو پۀ سرو غرمو پۀ خولو کښې لوندۀ خوشتۀ اويني نو بې اختيار وائي چې


په باډیوو پسې روان یې په پردو دشتو کې

د خپلو پښو لاندې پرتې خزانې نه پېژنې


د سائل صېب پۀ فن او شخصيت ډېر څۀ ليکلی شي خو خپل احساسات به پۀ خپله دې قطعه را اونغاړم چې 


هر څوک به پۀ مرګ باندې فناه شي دې کښې شک نشته

هغه به ژوندي وي چې پۀ زړونو کښې ژوندي اوسي

ژوند ئې ابدي شي پۀ پېړو پېړو هېریږي نۀ

ځنې ځنې خلک پۀ ذهنونو کښې خوندي اوسي


         سراج الدین سراج

     "داغونه مې خالونه کړل"

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف