لیوني موسم له یاره، لیوني کلي ته راشه فضل سبحان عابد

شاعرې

پیر، 4 مارچ، 2024

لیوني موسم له یاره، لیوني کلي ته راشه فضل سبحان عابد

 



لیوني موسم له یاره، لیوني کلي ته راشه
چې ګلاب یو بل له ورکړو، په سپرلي کلي ته راشه
په خوبونو کې ډېر راغلې، د راتلو وعدې دې وکړې
بې وعدی چرته په ویښه ناڅاپي‌ کلي ته راشه
ته پښتون یې، ته ښایسته یې، زه د سترګو نه وېرېږم
په تاخونو کې مې اېښي سپېلني کلي ته راشه
ټول تِیرا وږمه وږمه دے، ټول تِیرا نشه نشه دی
لو د بنګو رانزدے شو، خماري کلي ته راشه
څه بلها کلونه وشو چې دې لوري ته رانغلې
دا چې تا ته پردی ښکاري، دې پردي کلي ته راشه
یارحسین، ډاګۍ دې غواړي، شاه منصور درپسې ژاړي
هر مقام د صوابۍ دې یادوي، کلي ته راشه
د سپرلي وعده دې راغله، شړشم بیا په ګل کېدو شو
بنګړيوالې زمونږ چم ته ځي راځي، کلي ته راشه
د جندول معیارو یاره, په درګۍ به راتېرېږې
ملاګنډ درته ګلونه غوړوي، کلي ته راشه
موږ دغرونو لېوني یو، زمونږ ځان تله یو انداز دی
پخپل پیر بابا دې غواړي بونېري کلي ته راشه
ستا غزل اورم عابده، ستا د زړه موسم ښه نه دے
په رنګونو کې دې ډوب کا ماښامي کلي ته راشه
(فضل سبحان عابد صيب)

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف