عېش کوه مستي کوه خمار کوه / روغانے بابا

شاعرې

جمعرات، 22 فروری، 2024

عېش کوه مستي کوه خمار کوه / روغانے بابا

 


عېش کوه مستي کوه خمار کوه

ژوند دے ھسې مه کينه څه کار کوه

مړ نه شې پتنګ غوندې په چپه خولۀ 

مینه شور، مستی غواړی چغار کوه

مه غواړه مېوه دَ محنت لاس په لاس 

هرې نتیجې ته انتظار کوه 

دلته دوستی شته خو دښمنی هم شته 

چاته خنډ د لار شه چاته لار کوه 

ښکليه که مې وژنې د نظر په تېغ

ښکته ښکته مه ګوره ګزار کوه

شېخه ستا جدا مزاج زما جدا

زه به څکم جامونه ته نصوار کوه

زده راته لا نه دے د جنت رواج 

مرګه! تادی مه کوه لږ وار کوه 

مينه که کوې د روغاني سره

ژوند بې اعتباره دے تلوار کوہچ

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف