حجرې نه د شمشاد بېګم ببو اواز راځي عادل سدابهار

شاعرې

جمعہ، 23 فروری، 2024

حجرې نه د شمشاد بېګم ببو اواز راځي عادل سدابهار

 


دې ونو نه د پانړو د بوسو اواز راځي

هوا کښې دې سپرليه د ښکالو اواز راځي


صياد پۀ دغه لاره باندې تېر شۀ يقينن

د خوف فيضا خوره ده د مرغو اواز راځي


ملا جوړې دنيا کښې د جنت اخلي مزې

د شپې اکثر جمات نه د توبو اواز راځي


ما حس کړلو پۀ شور کښې د اوبو , د تيږو درد

د ګټې نه د ګټې  زېږېدو   اواز  راځي


دنيا ترو تازه لکه د باغ ده خو بيا هم

د زيړو زيړو  پانړو  رژېدو  اواز راځي


يۀ زړۀ ورشه زۀ اورم د اشنا سترګو صدا

د سترګو د رموزو مېلمانو   اواز  راځي


کوهيان درپسې سر ته راختلي ,دي غوږ غوږ

مرۍ نه دې جانانه د اوبو اواز راځي


پۀ زور لکه تنور ته چا نيوالے راله مخ

لۀ سترګو مې د حسن د لمبو اواز راځي


جوړ بيا څښلي زاړه شراب عادل سدابهار

حجرې نه د شمشاد  بېګم ببو  اواز راځي


عادل سدابهار

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف