چې رڼا مې په لېمو ده
هره ورځ مې د پښتو ده
خوشبوې ترې نه خپرېږي
دا د عطرو د وږمو ده
چې پښتون پرې ژوندی پاتي
دا د هسکو د شملو ده
هم قانون دی هم مې ژبه
دغه مور د پښتنو ده
د خپل سر په بدله هم
دا ساتلي مېړنو ده
ډیري سختي ئې لیدلي
را لوی شوي په غرمو ده
په اغزې اغزې ماحول کې
دا ژوندۍ هم تر پیړو ده
دا زما او ستا د ټولو
غېرتمندو ننګیالو ده
که خوږه ده هم ښایسته ده
په ښایست د پلوشو ده
څومره پاکه ئې لمن ده
دا د پاکو عقیدو ده
هره ورانه پرې جوړېږي
دغه ژبه د جرګو ده
نسیم ستوریه څومره ښکلی
چې په تول هم د درنو ده
ایک تبصرہ شائع کریں