ارواښاد پروفېسر ډاکټر محمد اعظم اعظم

شاعرې

ہفتہ، 24 فروری، 2024

ارواښاد پروفېسر ډاکټر محمد اعظم اعظم

 


ارواښاد پروفېسر ډاکټر محمد اعظم اعظم ------

اول دَ ځان وُم اوس جهان دې کړمه

دَ   محبت  زمکې  اسمان  دې  کړمه 


دَ مئینتوب کوڅې راټول دې نۀ کړم

دَ  لېونتوب څیرې ګرېوان دې کړمه


د سترګو رپ کښې به بسمه بسمه شم

رېښمی بڼو کښې  اوېزان  دې  کړمه


د   غم  صحرا  کړم اسوېلی اسوېلی

ژونده سيلۍ دې کړم طوفان دې کړمه


وخته  دلدار  او  که روزګار واخلمه

د  ازمېښتونو  یو  کاروان  دې کړمه


ډېرو  کتو  دې  آئينه  کړه   دَ   ځان

اعظمه  وائی چې په ځان دې کړمه


عکس کې صاحب شاه صابر او ډاکټر محمد اعظم اعظم

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف