څه په اوښيارو سترګو واوړېدې نادان زړګیه
څومره ارزان دې رانه غواړي په ما ګران زړګیه
دا بېخودي ده که هوس دی ، که د عشق انتها
ګوره ته خپل قاتل ته هم وائې جانان زړګیه
زه څوک دیدن ته او د چا در ته را وبلمه
زه خو لرمه نه مکان نه لا مکان زړګیه
زه چې دې ژوند په کومه لاره باندې تګ کومه
هلته په هر ګام هره ساه ده امتحان زړګیه
چې دې سائل د رقیبانو په کوڅه تېروي
کاڼي به هم ګڼې د سرو ګلو باران زړګیه
رحمت شاه سائل
ایک تبصرہ شائع کریں