هسې بې ځايه مې ليکواله هر خمار وبايلۀ . - امير محمد ليکوال

شاعرې

منگل، 2 جنوری، 2024

هسې بې ځايه مې ليکواله هر خمار وبايلۀ . - امير محمد ليکوال


 

د خپله لاسه مې سکون او هم قرار وبايلۀ .

د ډېرو زړۀ به مې ساتلو نن مي يار وبايلۀ .


ايستلی نه شم له دماغه څخه شک بدبخته .

هم دغه شک دی چې مې هرځای ( اعتبار ) وبايلۀ .


نه پوهېدمه لېونتوب را سره مل ؤ چې ما .

محبتونه، الفتونه د دې ښار وبايلۀ .


هڅه مې وکړه ستا په زړۀ کې بۀ مې ځای موندۀ خو -

ما پر رقيب باندې هم دغه کور تيار و بايلۀ .


د ژوندانۀ لوبه اغيارو رانه وګټله .                            ما چې پرخپلو وسايلو خپل اختيار وبايلۀ    

 

هغه مستي ، هغه شوخي هغه هستي مې نشته .

هسې بې ځايه مې ليکواله هر خمار وبايلۀ .

-------------

امير محمد ليکوال 

02/01/2017

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف