څو به راغورزېږمه پاڅېږمه
ستړے شوم د هر څۀ قلارېږمه
هغه مې خفه کړي چې ئې خپل ګنم
تل مې ځوروي چې ترې ځارېږمه
اوس به د منزل پۀ لور یواځې ځم
چاته هم والله نۀ ایسارېږمه
پېژنمه کرکه ، مینه پېژنم
خېر دے کۀ ساده باده ښکارېږمه
روغ یمه چې ګرځمه ، حرکت کوؤم
کټ کښې چې څَملمه بیمارېږمه
ما سراج د مینې شراب سکلي دی
سترګو ته مې ګوره خمارېږمه
سراج الدین سراج
"د شعور انګازې"

ایک تبصرہ شائع کریں