غزل
ستا د تورو تورو بلا سترګو بلا واخلمه
ستا په تماشه کي رانه هېر و چي ساه واخلمه
زه به جنت ستا د یو دیدن لپاره پرېږدمه
زه خو هاغه نه یم چي دا واخلم، که دا واخلمه؟!
خدای دي راته تا په تمامي حورو کي ودروې
یه! په لونګین مینې، زه به ترې تا واخلمه
ستا پر ګل ګل شونډو، د لمبه لمبه ښېرو نه پس
ولي د پيکه پيکه خيالونو دوعا واخلمه؟
رحمت شاه سائل صیب
ایک تبصرہ شائع کریں