01. 12. 2023
******************
د. چارباغ. د خزان مشاعره
د. چارباغ. سټوډنټس فيډريشن. او د متوړيزى قومى جرګې او د. چارباغ په پښتو او پښتو ژبه او پښتنو. مينو. په مرسته. متحرک. ځوان فګره او تکړه. ﺯلمى. وقاص شاه. د ملګروى نعمان او بلها ملګرو په. ګډون. د نن دور. ډېره. لويه منظمه. او ښايسته مشاعره. د. ديسمبر په يخ موسم کښې په تاوده لمر ( نور ) را جوړه کړې وه. چې. خاص کردار ﺯيار. او خدمات ئې په حقيقى توګه. د. وقاص شاه. په سر وو
د چار باغ. بيدار مغزسپين روبى. مشران. تکړه ﺯلمى. او ګلالى ماشومان د خپلې مور ژبې. د درناوى او د راغلو مېلمنو په خدمت کښې لاس په نامه وو. واقعى. په نن دور کښې د اولس د شمېر په حساب او د پوهانو د راتګ او ګډون په لحاظ دا. يوه لوپه مشاعره وه
د مشاعرې باقاعده اغاﺯ د. سټوډينټس فيډرېشن د چيف ارګنائزر. جناب. همايون وهاب. په اواﺯ د تلاوت کلام پاک نه وشو
نظامت. وقاص شاه. سميع الله ګران. او نعمان وکړلو. د صدر په څوکۍ. مشهور شاعر. جناب پروفېسر بخت ﺯاده دانش صېب ..... مشر مېلمه جناب ډاکټر پروفېسر افبال شاکر صېب. او خصوصى. شرکت د DPO سوات. جناب. شفيع الله ګنډا پور صېب وو. اېس اېچ او. چارباغ او ډى اېس پى. سرکل چارباغ هم موجود وو. دا دقانون او ادب يو مشترک او د اعتماد د فضا غونډه ډېره بحتوره وه
د بلها. چېنلو د مېډيا ملګرو خپل کردار ادا کولو. او د انتظامئې ملګرو د.مېلمنو او شاعرانو د پاره. يو طرف ته جدا. ځائ. جوړ کړے وو
په مشرانو مېلمنو کښې. ابراهيم دېولۍ ANP. ډاکټر امجد PPP په نوى اليګشن کښې د. اسمبلۍ د ممبر ئ. اميد وار بخت شېر خان د ANP. د شيڼ. د علاقې صدر
سېراج الدين سېراج ... سعيد الله خادم ... ابراهيم بيدر وال. وکيل فېض على خان ... فضل معبود دپار ... ښاښسته على خلال .... مفتى اظهار الله هلال. ... اﺯل جى
نياﺯک خان .... ظفر على ناﺯ .... احسان الله شاهد. رېشم يوسفﺯے ..... رياض احمد حيران ..... حاجى محمد خان کاکا.... همايون الدين ..... عثمان خيالى .... حکيم سېد اوتر .... راشد خان راشد. افسرالملک افغان ... افضل خان محمد ﺯے. عدنان انيس ګل
وقاص شاه او. د متوړى ﺯى. قومى جرګې مشر. جاوېد بهائي. مېلمنو ته په خېر راغلې اوويل. او د راغلو مېلمنو ئې مننه او ستائينه وکړه
اول. ﺯلمى. عمران. د اکمل لېونى. کلام او ويلو
اوسه پکښې مه. په مېلمستيا ورته راځه
****
د شانګلې د سيمې ﺯلمى شاعر. صدام شانګله کلام.
وژلے مې په ﺯړه کښې هر ارمان د چا د پاره
ما دومره. طلم وکړلو. په ځان د چا د پاره
****** ځما نه مره ور دے خو بس خوښ مې د ے
سم د غرونو ځناور دے خو بس خوښ مې دے
او دغسې بلها. کلامونه ئې واو رول
********
محمد يوسف
چې ستا د ظلم هر نختر مات شى.
لاندې ځمونږه پکښې سر مات شى
دلته به څه. مچۍ ګبين جوړ کړى
دلته هر ګل په خپل ډنډر مات شى
*******
ارباﺯ
هغه چې د مستۍ خندا په شا وه اړولې
که. سروه وه د غره په سر هوا وه اړولې
********
ښائسته رحمان
څوک چې مې ډېر ډېر ﺯوروى هغه به بيا خفه وى
که. . ﺯه. خفه شومه نو بيا به دا دنيا خفه وى
********
جواد خان
حىن د مزهب د تقاضو سره کار نه ساتى
ډېر مسلمانان مې په هيندوانو مين وليدل
يو. نطم ئې. هم واو رولو
********
عادل ارمان
عجيبه شان امتحان کښې مبتلا يم
ته ځما نه شوې دلبره خو ﺯه ستا يم. ( بخښنه )
***********
افضل خان محمد ﺯے
ﺯه شوم روان او دادے ته به وس راځې په لاره
ﺯړه دې خوږيږى چې يواځې چرته ځې په لاره
************
جاوېد بهائي جان
د متوړيزى. قومى جرګې. مشر. د پښتو ادب. شعر و شاعرئ په. درناوى خبرې وکړې. د راغلو مېلمنو ئې مننه وکړه. وقاص شاه. او د هغه د ملګرو ئې په دغه را جوړه غونډه. ستائېنه وکړه. داد. او ډاډ ئې ور کړو او دخپل هر قسم تعاوون. پېشکش ئې وکړو. د چار باغ د کلى خلقو ته په. ګڼ شمېر راتللو ئې هغوئ. او وقاص شاه. ته. خراج تحسين پېش کړو
********
عدنان انيس ګل
هم هره ورځ راځمه ګل راوړمه ستا محلت ته
ستا د کنځلو ستغو سپورو او نفرت باوجود
********
روﺯى خان لېونے بابا
مومږ که اوده شو د رشتيا قصې به څوک کوى بيا
مجنون که هېر کړو د ليلا قصې به څوک کوى بيا
***** په ﺯړه کښې مې ناشنا شانې جزبو سرونه پورته کړو
مينه شوه. سېلاب. د ياد چپو. سرونه پورته کړو
شماره مې پرهرې او دا. ريښې ريښې. لباس په تن
کلى کښې چې ستا د کوڅې سپو سرونه پورته کړو
**********
ښائسته على خلال
يقين مې د اسبابو ورد کوى په سېورى ناست دے
ايمان مې د اﺯمېښت په سرو غرمو باندې ولاړ دے
**********
حال له پناه ګورمه ژاړمه او خاندمه
ژوند ته په شا ګورمه. ژاړمه او خاندمه ې
دا چا ويلے. وو. د شاعر نامه راته معلومه نه شوه ***
************
د سوات پوليس DPO
ډى پى او صېب. د څه ايمر جنسى له وجهې اجاﺯت واغيست او په خپلو خبرو کښې ئې د. چار باغ د مشرانو ﺯلمو او ګلالو ماشومانو په ګڼ شمېر د مور ژبې د درناوى د پاره په وخت ورکولو او په منظمه طريقه د شاعرانو کلامونه اورېدل او داد ورکول د هغوئ شعورى پوهه اوګڼله. په نن غونډه او مشاعره ئې منتظيمپنو. شاعرانو او د اورېدونکو ستائينه وکړه د خپل تعاوون. او هر قسم مرستې کولو اظهار ئې هم وکړو
*******
رېشم. يو سفزى.
په. ښائسته غږ. خکلى ترنم. او ځانګوې انداﺯ کښې. ټپې. او. کلامونه. واو رول. داد ئې واغيست
*********
عثمان خيالى
د يو نه يو. د بل نه بل ښکلے دے
د سوات د خاورې هر يو ګل ښکلے دے
ته. پېښور ته چرته راشه کنه
بيا به دا نه وے چې کابل ښکلے دے
****** سېورے د مينې تيار شوے که نه
چې هاغه بوټے چينار شوے که نه
او داسې نور بلها د خوند کلامونه ئې واو رول
*********
اﺯل جان افغانے
اﺯل جان ﺯلمے. افغانے شاعر دے. ډېره ښه خونده وره او په ﺯړه لګېدونکې شاعرى کوى. ډېر ښائسته کلامونه ئې شريک کړل
کورته به دې را ولم. رڼا ته به دې کښېنمه
=====
ته په جنتى مخ دا دلس روپو خالونه ګدې
ستورى به را ټيټ کړمه اسمان به درله را ولم
*********
ابراهيم بيدر وال. ترنم
وو ې د ژوند د خوشحالو طمعدار چرته کښې دے
د ﺯړه په کور کښې راته ووسى خو يار چرته کښې دے
بيدر وال صېب. د غزل درې شعرونه. ﺯمزمه کړل. خو د. مشرانو د بې توجهۍ او د کلام په وخت کښې. د نورو ملګرو خپلو خبرو کښې اخته کېدو. په سوب ئې احتجاجى طور خپل غزل په نيمه کښې پاتې کړو
ملګرو او بيا. مشرانو استاﺯانو پوهانو ته خواست دے. چې کلام په توجه اورى. او د غزل وينا په وخت دې نور ګپونه نه لګوى
********
ډاکټر سعيد الله خادم
په ما مئينه ده که نه. سر په دې نه خوګوو
هغه چې تله. رقيبه. ما نه ئې ګلاب وړے دے
وئل ئې کور مې د ﺯړګى ودان دے ووسه پکښې
خلق دروغ وائي چې ستاسو کور سېلاب وړے دے
========
ﺯه درنه نه اخلم بدل ګرېوان به وګنډمه
لاس به دې خکل کړمه او خپل ګرېوان به وګنډمه
************
احسان الله شاهد
د کاى خپل خوند دے يارانو. خو دا ښار نه دے
څه وا يه مه نو
***********
رياض احمد حېران
هم مې د بل هم مې د ځان نه وى خوښ
ځما لستوڼى کښې ماران نه وى خوښ
*************
ماشوم..... سالار ........
انتخاب شعرونه. د. شاعرانو. واو رول
ارمان سېراج
د خپل پلار. سېراج الدين صېب. څو. مشهورې قطعې څو منتخب شعرونه. او په خوږه. غاړه. ئې. ټپې. هم واو رولې. داد ئې واغيست
*************
وکيل فېض على خان فېض
مسافرئ ګښې د چا کور د ﺯړه نه چرته ووځى
خپل د شريکې ډوډئ شکور د ﺯړه نه چرته ووځى
د قاره پس به ئې ﺯه خکل کړم په خندا به شوله
مړ شې. خيرې د خپلې مور د ﺯړه نه چرته. ووځى
***********
ﺯړګو ماشوم
مختلف. شعرونه واورول
************
عابد ملنګ
چې ځوانى وه ستا نه ځار شوه.
ﺯندګى راته په دواړو اوږو بار شوه
***********
نياﺯک خان
سپى راپسې دى. ﺯه. يواځې يمه
د يار. کوڅې دى. ﺯه. يواځې يمه
ساقى. ماښام دے او د سين غاړه ده
ترخې نشې دى. ﺯه. يواځې يمه
نياﺯکه. چا. چا. له. ﺯړه. وساتمه
بلها قصې دى. ﺯه. يواځې يمه
********
حکيم سېد اوتر
نه په ګرمۍ نه په ساړه وومه ﺯه
هر غم ته ټينګ. لکه د غره وومه. ﺯه
*************
ظفر على ناﺯ
بلها ناروغه وومه ستا په نظر د کرم
داسې شوم روغ. لکه دروغ جانانه
====ترنم
راﺯونه به د مينې را سپړدل غواړى جانانه
خبره به په شونډو را وستل غواړى جانانه.
رباب د ﺯندګۍ به ټنګول غواړى جانانه
نغمې د محبت به. غږول. غواړى جانانه
دا ما او تا چې نه منى بې ﺯوره ﺯورور دى
په. ﺯور به په دې خلقو ځان منل غواړى جانانه
*********
افسر الملک افغان
ﺯه دا وايم چې د جبر د بلا غاښونه مات کړم
ﺯه. دا وايم چې د هرې نا روا غاښونه مات کړم
====== چار چاپېر تاو شوے رانه اور دے
هر سړے د خپل. مزهب په اسپه سور دے
افسر افغان. بلها. ټپييزې. هم په خپل ځانګړى انداﺯ کښې واو رولې
*********
راشد خان راشد. ترنم
ګل وو که اﺯغے وو نو. خپل وو که پردے وو نو
دلته يو سړے وو نو. ستا په نوم ژوندے وو نو
======= سترګې که تورې ځان تيار که
کجل که پورې شابه. سينګار که
***********
د قومى ترانې نه پس. هلال دانش
يو اردو شعر او وئلو. او بيا ئې. د پښتو دغه شعرونه. شريک کړل
ما وې ګلونه دى سپرلى ډېر دى
دې وې اﺯغى ډېر دى
صدر محفل دانش صېب. چې وينا له پاسېده. نو پوره يوه. ګېنټه. د هغه. مئينانو. هغه په غژلو اونظمونو. اورولو مجبوره کړو. او دانش صېب. هم د خپلو مئپنانو. غوښتنې پوره. کولې. دانش صېب د لوئ. ﺯړه او مضبوطې حوصلې خاوند دے د مئينانو. غوښتنې ئې پوره کړې بيا. ئې نيمه. ګېنټه. په سيلفيانو او عکسونو. اغيستو تېره. شوه. او په. اخير کښې. ئې. دانش صېب. د جلوس په شکل. کښې سړک. پورې را وستلو. د مينې دا. انتها. د ليدو قابله وه.
په نن پروګرام. مشاعره. وقاص شاه. او د هغه. مرستيالو ته. اومبارکى وايم. دومره. اولس. مشاعره شاعران او. بيا هر څه کنټرول ساتل. ..... په مجموعى. توګه. دا د وخت. يوه. لويه. ښايسته او منظمه مشاعره وه.
د شاعرانو مېلمنو ملګرو د پاره. د سوات پوهنتون. بلکل مخې ته. په يو ښه. هوټل کښې د خوراک انتظام وو. او د هغې نه پس بيا رخصت شو
ډېر ملګرى چې يا شاعران نه وو او يا د وخت د کمى له وجهې هغوئ. ته موقع حاصله نه شوه. خو په. بنډار کښې شامل وو. حسېن على پروانه. ځمونږ. د ګوړې په شان خوږ. شاه جى يوسفﺯے.... صدام حسېن طارق ...افتخار. ... ابو بکر صديق.... ابراهيم دېولۍ
اختر على مينګوره .... عزیزاحمد ..... سميع الله ګران مفتى اظهارالله هلال.... انس. خلال......
افسوس کوم. د ياد شاعر پوهه استاﺯ جناب ډاکتر. پروفېسر اقبال شاکر صېب د کلام په وخت ﺯه. مانځه له تلے ووم او د هغوئ کلام رانه پاتې دے. معزرت
ملګرو ته خواست دےچې د پروګرام د وخت پابندى کوئ. او د کلام په وخت کلام په توجه اورئ
مينه او مننه

ایک تبصرہ شائع کریں